عاموس 6:8 - Pakistani Yousafzai Pashto8 قادر مطلق خُدائ په خپل ذات قسم کړے دے. مالِک خُدائ، ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ د يعقوب د غرور نه کرکه کوم، او د هغۀ مضبوطو قلعه ګانو نه نفرت کوم. زۀ به ښار او په دې کښې چې هر څۀ دى دشمن ته حواله کړم.“ Faic an caibideil |
خو اوس تاسو ټول د مالِک خُدائ دې پېغام ته غوږ ونيسئ، تاسو د يهوداه ټولو خلقو څوک چې اوس په مِصر کښې اوسېږئ، زۀ په ژوندى مالِک قادر مطلق خُدائ قسم خورم، مالِک خُدائ فرمائى چې، زما نوم به نور هيڅکله په مِصر کښې د يو يهودى په خولۀ وانۀ خستلے شى. په تاسو کښې به يو هم زما نوم د دُعا او د قسم خوړلو دپاره استعمال نۀ کړى، هغه دا چې، په يقين سره مالِک قادر مطلق خُدائ ژوندے دے.