Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 6:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 تاسو په سريندو کښې بې‌مطلبه سازونه غږوئ او خپل ځان د داؤد سره د برابرولو کوشش کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 6:5
12 Iomraidhean Croise  

تا ولې زۀ دوکه کړم او زۀ دې خبر هم نۀ کړم او وتښتېدلې؟ کۀ تا ما ته وئيلى وے، نو ما به تۀ په خپله مخه د تمبل، رباب او د سندرو جشن سره رُخصت کړے وې.


داؤد د ليويانو مشرانو له حُکم ورکړو چې څۀ ليويانو ته يې سندرې وئيل، او په بينجو، رباب او په چمټو باندې خوندوره موسيقى غږول حواله کړى.


څلور زره کسان د څوکيدارۍ دپاره او څلور زره کسان د مالِک خُدائ د حمد‌و‌ثناء وئيلو دپاره. هغوئ د موسيقۍ هغه څيزونه استعمالول چې بادشاه د دې دپاره ورکړى وُو.


دا د موسيقۍ هم هغه شان څيزونه وُو چې څنګه داؤد بادشاه استعمال کړى وُو. هلته اِمامان هم د بيګلو سره ولاړ وُو.


ما د خپل ځان دپاره سپين زر، سرۀ زر، او د بادشاهانو او صوبو خزانې راټولې کړې. ما سره سندرغاړى سړى او ښځې وې، او ما سره نورې داسې ډېرې ښائسته وينځې وې چې سړے يې ارمان کوى.


ستاسو په محفلونو کښې تاسو سره رباب، بينجو، تمبلونه، شپېلۍ او مے وى. دا خو ستاسو په خيال کښې هم نۀ راځى چې مالِک خُدائ څۀ کوى. او څۀ چې هغه کوى نو تاسو د هغې لحاظ نۀ کوئ.


زۀ به ستا د سندرو آواز ختم کړم او ستا د رباب آواز به نور نۀ اورېدلے کيږى.


د خپلو سندرو شور زما نه اخوا کړئ، زۀ ستاسو د رباب ساز اورېدل نۀ غواړم.


قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ، به د عبادتخانې سندرې په ژړا او ماتم بدلې شى. ډېر مړى به په هر ځائ کښې په خاموشۍ پراتۀ وى.“


ځکه چې تاسو خپل کافى ژوند پخوا په هغه څۀ کښې تېر کړے دے څۀ ته چې د بې‌دينه کار وئيلے وو يعنې په عياشۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، په نشه، په ګډا نچا او په ناروا بُت پرستۍ تېر کړو.


او بيا به هيچرې په تا کښې د ستار، سندرغاړو، شپيلۍ او د بيګل آوازونه وانۀ ورېدے شى، او د يو کسب، کسبګر به هم په تا کښې ونۀ ليدے شى، او بيا به په تا کښې د ژرندې غرار وانۀ ورېدے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan