Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 6:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 ”په تاسو دې افسوس وى څوک چې په صيون کښې په آرام پراتۀ يئ، او په تاسو هم څوک چې خپل ځان د سامريې په غر محفوظ ګڼئ. تاسو په بنى اِسرائيلو کښې نامتو او مشهور يئ، چا له چې خلق د مدد غوښتلو دپاره ورځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 6:1
26 Iomraidhean Croise  

او بيا هغۀ د سپينو زرو په شپږ زره سيکو باندې د سامريه غر د يو سړى نه واخستلو چې نوم يې سمر وو. عُمرى د غرۀ نه پاخۀ دېوالونه تاو کړل، هلته يې يو ښار جوړ کړو او سامريه نوم يې پرې کېښودو، سمر د دې غر مخکښېنے مالِک وو.


د کبرژنو ډيرې زياتې مسخرې مونږ تېرې کړې دى، مونږ د مغرورانو ډېر سپکاوے زغملے دے.


د ساده خلقو سرکشى به دوئ مړۀ کړى، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کيږى.


د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بې‌دينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“


په هغه ورځو کښې بنى اِسرائيل مالِک خُدائ ته مقدس خلق وُو او د هغۀ د فصل وړومبۍ مېوه وه. او چا به چې هغوئ ته نقصان رسولو نو هغوئ به ما مجرمان ګرځول او په هغوئ به مې مصيبتونه نازلول، ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“


موآب د ځوانۍ نه واخله تر اوسه پورې په امن او سکون سره وخت تېر کړے دے، هغه جلاوطن شوے نۀ دے. لکه څنګه چې مے په خپل لوښى کښې ځائ په ځائ پراتۀ وى، او د يو لوښى نه بل لوښى ته نۀ وى اړولے شوى. نو د هغې ذائقه هم هغه شان ده لکه څنګه چې يې د اول نه وه، او د هغې خوشبو بدله شوې نۀ ده.


مالِک خُدائ فرمائى، راپاڅه او په هغه ښارونو باندې حمله وکړه څوک چې په آرام او سکون کښې ژوند کوى. د چا چې نۀ دروازې شته او نۀ دېوالونه او يواځې اوسيږى.


نو زۀ به د دوئ مشرانو له لاړ شم او هغوئ سره به خبرې وکړم. نو دوئ به ضرور د مالِک خُدائ د لارو او حکمونو نه خبر وى.“ خو افسوس چې دې مشرانو هم د مالِک خُدائ د تابعدارۍ زنځير او جغ مات کړو او د خپلو ځانونو نه يې اخوا کړے وو.


د هغوئ په دروغژنو خبرو مۀ دوکه کېږئ چې وائى، ”مونږ دلته په امن کښې يُو ځکه چې دا د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور دے.“


افسوس، افسوس، هغه ښاريه څنګه يواځې پاتې شوه، چې په يو وخت کښې هغه د خلقو نه ډکه وه. هغه څنګه لکه د يوې کونډې په شان شوه، هغه چې په يو وخت کښې په قومونو کښې ډېره لويه وه. د نورو ښارونو په نسبت هغه لکه د شهزادګۍ وه خو اوس هغه غريبه غلامه شوه.


”صرف تاسو يئ چې ما د زمکې په ټولو قومونو کښې خوښ کړى يئ، نو ځکه به زۀ تاسو ته ستاسو د ټولو ګناهونو په وجه سزا درکړم.


د اشدود قلعه ګانو ته او د مِصر قلعه ګانو ته اعلان وکړه چې، ”د سامريه په غرونو راغونډ شئ او وګورئ چې په دې ښار کښې څۀ کيږى. څومره لويه ګډوډى ده پکښې او څومره ظلم د هغې خلقو سره کيږى.“


”ما ته غوږ ونيسئ، د سامريه په غرونو اے د بسن څربه غواګانو، تاسو هغه ښځې يئ چې په غريبانانو ظلم کوئ او ضرورتمند د پښو لاندې کوئ، او څوک چې خپلو خاوندانو ته همېشه وائى چې، مونږ له د څښلو دپاره مے راوړئ.


نو په دې وجه به زۀ تاسو د دمشق نه هم اخوا جلاوطن کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى، د چا نوم چې قادر مطلق خُدائ دے.


کوم خلق چې د سامريه په شرمېدلو بُتانو قسم خورى، او يا وائى چې اے دان، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، او يا وائى چې اے بيرسبع، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، نو داسې خلق به راوغورزيږى او بيا به د پاڅېدو جوګه نۀ وى.“


ټول ګناه ګار چې زما په خلقو کښې دى په تُوره به مړۀ شى، هغوئ ټول به مړۀ شى چې داسې وائى، نۀ به په مونږ افت راځى او نۀ به تباه کيږُو.


بيا ما ووئيل، غوږ شئ، اے د يعقوب مشرانو، اے د اِسرائيل حکمرانانو. آيا تاسو په اِنصاف نۀ پوهېږئ،


زۀ به ډيوه په لاس ګوټ په ګوټ په يروشلم کښې وګرځم. زۀ به هغه خلقو له سزا ورکړم چې په خپل ځان مطمئن دى، هغه څوک چې دا سوچ کوى چې مالِک خُدائ به مونږ سره نۀ ښۀ کوى او نۀ بد.


هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو.


تاسو په دُنيا کښې د عېش او عشرت ژوند تېر کړو، او تاسو خپل ځانونه د حلالېدو د ورځ دپاره څورب کړل.


او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.


نو هغه پينځۀ سړى روان شول او د ليس ښار ته لاړل. هغوئ وليدل چې د هغه ځائ خلق د صيدانيانو په شان په امن سره اوسېدل. هغوئ امن پسند او غلى خلق وُو، د هيچا سره يې هم لانجه نۀ وه، هغوئ سره د ضرورت ټول څيزونه موجود وُو. هغوئ د صيدانيانو نه ښۀ لرې اوسېدل او د نورو خلقو سره يې هيڅ لېن دېن نۀ کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan