6 د مالِک خُدائ طلبګار شئ نو ژوندى به پاتې شئ، ګنې هغه به د يوسف خاندان لکه د اور وسوزوى، او بيتايل به خاورې ايرې کړى او هيڅوک به داسې نۀ وى چې هغه اور مړ کړى.
هغوئ زۀ رد کړے يم او نورو معبودانو ته يې نذرانې پېش کړې دى او دوئ چې دا هر څۀ کړى دى د هغې په وجه يې زما غصه راپارولې ده. زما غصه د يروشلم خِلاف راوچته شوې ده او دا به کمه نۀ شى.“
کۀ څوک په خپل پټى کښې اور ولګوى او اور د واښو په ذريعه د بل چا پټى ته ورسيږى او د هغۀ ګېډۍ شوے، رېبلے شوے، يا داسې فصل وسوزوى چې ولاړ وى، چا چې دا اور لګولے وى هغه به يې پوره تاوان ورکوى.
اوس غوږ ونيسئ او ما له راشئ، نو تاسو به ژوندى اوسئ. زۀ به تاسو سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړم او زۀ به تاسو له هغه نۀ ختمېدونکې مينه درکړم چې ما يې د داؤد سره لوظ کړے وو.
اے د يهوداه او د يروشلم خلقو خپل زړونه ما ته وقف کړئ، هسې نه ستاسو د بدو اعمالو په وجه زما د قهر اور بل شى نو هغه به تاسو مکمل وسوزوى او بيا به داسې هيڅ څوک نۀ وى چې هغه مړ کړى.“
نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“
هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د يوسف امسا راواخلم کومه چې د اِفرائيم په لاس کښې ده او د بنى اِسرائيلى قبيلو سره ده چې دۀ سره يې اِتحاد دے او دا د يهوداه امسا سره يو ځائ کوم، او د هغوئ نه يوه امسا جوړوم. او هغه دواړه به زما په لاس کښې يو شى.
په کومه ورځ چې زۀ بنى اِسرائيلو له د ګناهونو سزا ورکوم، زۀ به د بيتايل قربانګاه تباه کړم. د هرې قربانګاه ښکرونه به مات شى او په زمکه به راوغورزولے شى.
زۀ به د يهوداه خلق تکړه کړم او د يوسف قوم به بچ کړم. زۀ به هغوئ بيا آباد کړم ځکه چې زۀ په هغوئ رحم کوم. هغوئ به داسې وى لکه چې کله ما هغوئ نۀ وى رد کړى. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم، او زۀ به د هغوئ دُعا ته جواب ورکوم.