د آون علاقائى عبادتخانې به تباه شى چرته چې بنى اِسرائيلو ګناه کوله. د هغوئ په قربانګاهو باندې به واښۀ او ازغى راشنۀ شى. نو خلق به غرونو ته چغې وهى چې، ”مونږ پټ کړه.“ او غونډو ته به چغې وهى چې، ”په مونږ راپرېوځه.“
په کومه ورځ چې زۀ بنى اِسرائيلو له د ګناهونو سزا ورکوم، زۀ به د بيتايل قربانګاه تباه کړم. د هرې قربانګاه ښکرونه به مات شى او په زمکه به راوغورزولے شى.
نو په دې وجه مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ستا ښځې نه به د ښار کنجره جوړه شى، او ستا زامن او لوڼه به په تُوره مړۀ شى. ستا مُلک به ناپ کړے شى او تقسيم به شى، او تۀ به په خپله په يو ناپاک مُلک کښې مړ شې. او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“
په کومو علاقائى عبادتخانو کښې چې د اِسحاق اولاد عبادت کولو هغه به تباه شى او د بنى اِسرائيلو مقدس ځايونه به هم کنډرې شى، او زۀ به د يربعام خاندان نيست و نابود کړم.“
کوم خلق چې د سامريه په شرمېدلو بُتانو قسم خورى، او يا وائى چې اے دان، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، او يا وائى چې اے بيرسبع، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، نو داسې خلق به راوغورزيږى او بيا به د پاڅېدو جوګه نۀ وى.“