Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 5:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيلو د يو ښار نه چې زر فوجيان د جنګ دپاره ولېږلے شى، نو صرف سل به په کښې پاتې شى، او چې د يو بل ښار نه يې سل فوجيان ولېږلے شى، نو صرف لس به په کښې واپس راشى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 5:3
10 Iomraidhean Croise  

زمونږ غوَيان به درانۀ بارونه وړى، نو زمونږ د ښار دېوالونه به کنډر نۀ شى، هيڅ څوک به قېدى بوتلے نۀ شى، او زمونږ په کوڅو کښې به د نااُميدۍ ژړا نۀ وى.


کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو.


اګر چې اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف يوه وړه پاتې شوې حِصه به راوګرځى. مالِک خُدائ د خپلو خلقو د تباه کولو صحيح فېصله کړې ده.


کۀ په هغه مُلک کښې صرف لسمه حِصه خلق هم پاتې وى، نو هغه به بيا وسوزولے شى. هغه به د څېړۍ د ونې په شان داسې کټ شى چې صرف مونډ يې باقى پاتې شى.“ دا مونډ به يو مقدس تخم وى.


خو زۀ به د هغوئ نه څۀ کسان د تُورې، قحط او د وبا د مرګ نه بچ کړم، نو چې کومو قومونو ته دوئ ځى نو دوئ به د خپلو ټولو بدو اعمالو اقرار وکړى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


کۀ په يو خاندان کښې لس سړى پاتې وى نو هغوئ به هم مړۀ شى.


او يشعياه د بنى اِسرائيلو په حق کښې په چغو وائى چې، ”سره د دې چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف لږ به په کښې خلاصون ومومى،


اګر چې تاسو به د آسمان د ستورو په شان بې‌شمېره شئ، خو صِرف ستاسو يو څو کسان به ژوندى پاتې شى، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک فرمانبردارى ونۀ کړه.


لکه څنګه چې مالِک خُدائ په خوشحالۍ سره تاسو کامياب کړئ او ستاسو شمېر يې زيات کړو، نو هم دغه شان هغه به خوشحالۍ سره تاسو تباه کړى او تباهى به درباندې راولى. تاسو به د هغه مُلک د بېخ نه وويستلے شئ کوم چې تاسو قبضه کوئ.


مالِک خُدائ به تاسو په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى، هلته به صِرف يو څو کسان ستاسو نه ژوندى پاتې شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan