26 خو اوس چې تاسو د سکوت بُت عبادت وکړو کوم چې تاسو خپل بادشاه منئ، او کيوان چې ستاسو په ستورو کښې معبود دے، نو تاسو به دا بُتان په خپلو اوږو ګرځوئ.
زۀ داسې ځکه کوم چې سليمان زۀ رد کړے يم او د پردو خُدايانو عبادت يې کړے دے يعنې، د صيدان د مجسمې عستارات، د موآب بُت کموس او د عمون بُت مولک. سليمان زما نافرمانى کړې ده، هغۀ زۀ نۀ يم رضا کړے او لکه څنګه چې د هغۀ پلار داؤد زما په قانون او حُکمونو عمل کولو داسې هغۀ نۀ دے کړے.
په دې وجه چې هغوئ زما شريعت رد کړو او زما د حکمونو پيروى يې ونۀ کړه او زما د سبت سپکاوے يې وکړو. ځکه چې د هغوئ زړونه خپلو بُتانو ته وقف شوى وُو.
د خپل اولاد يو کس هم د مولک بُت دپاره مۀ ورکوئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعمال شى ځکه چې په داسې کولو سره د خپل خُدائ پاک د نوم سپکاوے کوئ. زۀ مالِک خُدائ يم.
نو په دې وجه به زۀ تاسو د دمشق نه هم اخوا جلاوطن کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى، د چا نوم چې قادر مطلق خُدائ دے.
خو تاسو خپل ځان سره نور معبودان د مولک زيارت او د رفان خُدائ ستورى او تصويرونه د عبادت کولو دپاره يوړل، نو په دې وجه به زۀ تاسو د بابل نه بل خوا جلاوطن کړم.“