25 اے بنى اِسرائيلو، کله چې تاسو د څلوېښتو کالو دپاره په بيابان کښې وئ نو ما ته مو کله قربانۍ او نذرانې راوړې دى څۀ؟
هغوئ د سخى په شکل کښې يو بُت جوړ کړو او وې وئيل چې دا هغه خُدائ دے چې تاسو يې د مِصر نه راوويستلئ. مالِکه خُدايه، هغوئ ستا څومره بېعزتى وکړه.
په صحرا کښې په ټولو څلوېښتو کالو کښې چې هغوئ ته د څۀ ضرورت وو د هغې هر څۀ بندوبست دې ورله وکړو، د هغوئ جامې هيڅکله زړې نۀ شوې، او د هغوئ پښې ونۀ پړسېدلې.
په دې وجه چې هغوئ زما شريعت رد کړو او زما د حکمونو پيروى يې ونۀ کړه او زما د سبت سپکاوے يې وکړو. ځکه چې د هغوئ زړونه خپلو بُتانو ته وقف شوى وُو.
ځکه چې هغوئ زما قانون ونۀ منلو بلکې د منلو په ځائ يې رد کړو او زما د سبت بېحرمتى يې وکړه، او د هغوئ سترګې د هغوئ د پلار نيکۀ بُتانو ته وې.
خو هغوئ زما خلاف سرکشى وکړه او ما ته يې غوږ ونۀ نيولو، او يو هم د خپلو بُتانو نه لاس وانۀ خستو په کومو چې د هغوئ توجو وه، او نۀ هغوئ د مِصر بُتان پرېښودل. بيا ما ووئيل، زۀ به خپل غضب په هغوئ نازل کړم او زۀ به خپله غصه د هغوئ خلاف په مِصر کښې سړه کړم.
اِسرائيليان دې د مالِک خُدائ سره نوره بېوفائى نۀ کوى چې خپل ځناور د چېلو په شان ښکارېدونکو پيريانو ته قربانى کړى. اِسرائيل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اصُول خامخا منى.
”د دې مُلک د ټولو خلقو نه او اِمامانو نه پوښتنه وکړه، کله چې تاسو روژه نيوله او ماتم مو په پينځمه او اوومه مياشت کښې د تېرو اويا کالو راسې کولو، آيا دا روژې په حقيقت تاسو زما دپاره نيولې؟
نو يشوَع فرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ نه يرېږئ او په اخلاص او ايماندارۍ سره د هغۀ خِدمت وکړئ. او د هغه معبودانو نه ځان خلاص کړئ چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه او مِصر کښې د هغوئ عبادت کولو او صِرف د مالِک خُدائ خِدمت کوئ.