23 د خپلو سندرو شور زما نه اخوا کړئ، زۀ ستاسو د رباب ساز اورېدل نۀ غواړم.
اګر کۀ تاسو ما ته سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې راوړئ، نو زۀ به دا قبولې نۀ کړم. اګر کۀ تاسو ما ته د څورب ځناورو د خپلې خوښې نذرانې پېش کړئ زۀ به دې ته هيڅ نظر ونۀ کړم.
د دې په ځائ دې اِنصاف لکه د اوبو د چپو په شان وبهيږى، او صداقت د هغه سيند په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى.
تاسو په سريندو کښې بېمطلبه سازونه غږوئ او خپل ځان د داؤد سره د برابرولو کوشش کوئ.
زۀ به ستاسو مذهبى اخترونه په ماتم بدل کړم او ستاسو د خوشحالۍ ټولې سندرې به د غم په سندرو بدلې کړم. زۀ به په ټولو د ټاټ جامې واغوندمه او سرونه به پرې ګنجيان کړم. خلق به داسې ماتم کوى لکه چې اېک يو زوئ يې مړ وى. هغه ورځ به څومره سخته وى.“
قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ، به د عبادتخانې سندرې په ژړا او ماتم بدلې شى. ډېر مړى به په هر ځائ کښې په خاموشۍ پراتۀ وى.“