عاموس 5:22 - Pakistani Yousafzai Pashto22 اګر کۀ تاسو ما ته سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې راوړئ، نو زۀ به دا قبولې نۀ کړم. اګر کۀ تاسو ما ته د څورب ځناورو د خپلې خوښې نذرانې پېش کړئ زۀ به دې ته هيڅ نظر ونۀ کړم. Faic an caibideil |
خو څوک چې غوَيے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې انسان حلال کړى، څوک چې يو ګډُورے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې د يو سپى څټ مات کړى، څوک چې د غلې نذرانه پېش کړى هغه داسې دے لکه چې د خنزير وينه پېش کړى، څوک چې خوشبوئى پېش کړى هغه داسې دے لکه چې بُت پرستى وکړى. دې خلقو خپلې غلطې لارې خوښې کړې دى، او د دوئ ځان په خپلو حرامو څيزونو خوشحاليږى.