زمکه به د شرابى نشه کوونکى په شان زنګيږى او داسې رپيږى لکه چې په طوفان کښې چې چوپال خوځيږى. دا د ګناه په وجه درَنه شوې ده، دا به راوغورزيږى او بيا به هيڅکله پا نۀ څى.
ستا کبرژن قوم به تيندک وخورى او راوبه غورزيږى، او هيڅ څوک به تاسو نۀ راوچتوى، زۀ به د هغۀ په ښارونو اور بل کړم او هغه به په خپل شا او خوا کښې ځان سره هر څۀ وسوزوى.
ځکه چې مرګ زمونږ کور ته په کړکو راننوتے دے او زمونږ قلعو ته رادننه شوے دے، هغه اوس ماشومان د کوڅو نه او ځوانان د بازارونو او چوکونو نه راټولوى او تېروى.
کوم خلق چې د سامريه په شرمېدلو بُتانو قسم خورى، او يا وائى چې اے دان، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، او يا وائى چې اے بيرسبع، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، نو داسې خلق به راوغورزيږى او بيا به د پاڅېدو جوګه نۀ وى.“
په هغه ورځ به زۀ د داؤد نړېدلے کور بيا آباد کړم. زۀ به د دې خراب شوى دېوالونه جوړ کړم او کنډر به يې بيا ودان کړم او لکه د پخوا په شان به يې بيا آباد کړم،