Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 5:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 په تاسو دې افسوس وى څوک چې د مالِک خُدائ د قيامت د ورځې ارمان کوئ. تاسو ولې د مالِک خُدائ د قيامت د ورځې ارمان کوئ؟ دا به ستاسو دپاره د رڼا نه بلکې د تيارې ورځ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 5:18
26 Iomraidhean Croise  

ژاړئ او فريادونه کوئ. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، هغه ورځ رانزدې ده چې په هغه ورځ به قادر خُدائ تباهى راولى.


هر څوک چې د يرې نه تښتېدل غواړى نو هغه به په کنده کښې پرېوځى او هر څوک چې د کندې نه ځان خلاصوى نو په دام کښې به ګېريږى. د آسمان نه به ډېر دروند باران وريږى او د زمکې بنيادونه به ولړزيږى.


تاسو وايئ، ”مالِک خُدائ دې زر زر خپل کار وکړى چې مونږ دا وګورو. او چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات کومه منصوبه جوړه کړې ده هغه دې زر سر ته ورسوى چې مونږ ته د هغې پته ولګى.“


په دغه ورځ به هغوئ په خپل دشمن باندې وغړمبيږى داسې لکه چې د سمندر چپې شور کوى. کۀ څوک هغه مُلک ته وګورى نو صرف تيارې او مصيبتونه به ورته ښکارى. او د وريځې د خورېدو په وجه به رڼا په تيارې بدله شى.


هغوئ هره ورځ زما لټون کوى او زما د لارې په پېژندلو خوشحاليږى. داسې لکه چې هغه يو ډېر صادق قوم وى او د خپل خُدائ پاک حُکمونه يې رد کړې نۀ وى. هغوئ زما نه د اِنصاف فېصلې غواړى، او داسې څرګندوى چې خُدائ پاک ته په نزدې راتلو خوشحاليږى.


يا کۀ زمکې ته ګورى، خو هغوئ ته به د پرېشانۍ، مصيبت او تيارې نه بغېر هيڅ هم نۀ ښکارى، په تکه توره او يروونکې تيارۀ کښې به وغورزولے شى.


د مالِک خُدائ ربُ الافواج غصې سره به ټول مُلک وسوزى او په خلقو باندې به يې اور بَل وى او يو کس به په بل هيڅ ترس نۀ کوى.


د دې نه مخکښې چې ډېر ناوخته شى مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته جلال ورکړئ. او هغه وپېژنئ د دې نه وړاندې چې هغه درباندې تيارۀ راولى، او تاسو تيندک وخورئ او په تورو تيارو غرونو کښې راوغورزېږئ. او د هغه نُور چې تاسو يې په انتظار کښې يئ نو مالِک خُدائ به هغه په تورو تيارو بدل کړى.


هغوئ ما ته بار بار دا وائى چې، د مالِک خُدائ هغه کارونه څۀ شول د چا د پوره کېدلو په حقله چې هغۀ پېشګوئې کړې وه؟ نو اوس دې هغه پوره کړى.


افسوس چې هغه ورځ به څومره سخته وى. د هغې ورځې په شان به بله کومه ورځ هم نۀ وى. دا به د يعقوب دپاره سخته ورځ وى، خو په آخر کښې به هغه ترې بچ شى.


”اے بنى آدمه، دا کوم متل دے چې تاسو يې د بنى اِسرائيلو په زمکه باندې کوئ يعنې، ورځې روانې دى او هره يوه پېشګوئې نۀ پوره کيږى؟


”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو خلق داسې وائى چې، حزقى‌ايل د ډېر لرې وخت په حقله خبرې کوى. د هغۀ رويا به ډېر وخت اخلى او زر به پوره نۀ شى.


افسوس په هغه ورځ، ځکه چې د مالِک خُدائ هغه د قيامت ورځ رانزدې ده، په کومه به چې قادر خُدائ تباهى راولى.


هغوئ چې وړاندې ځى زمکه خوځيږى، آسمان لړزيږى، نمر او سپوږمۍ تيارۀ شى، او ستورى نور نۀ ‎ځليږى.


مالِک خُدائ د خپل لښکر نه وړاندې لکه د تندر ګړزيږى. د هغۀ لښکر د شمېر نه بهر دے، او هغوئ طاقتور دى څوک چې د هغۀ حکم منى. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ عظيمه، او سخته يروونکى ده. څوک دا برداشت کولے شى؟


نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى.


د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، د ټولو قومونو دپاره. څنګه چې تاسو کړى دى، نو هم داسې به تاسو سره هم وشى. ستاسو عملونه به واپس ستاسو په خپل سر راشى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى.


هغوئ به د لوږې او تبې نه مړۀ شى، هغوئ به په دې سختو وباګانو مړۀ شى. زۀ به ځنګلى ځناور ورولېږم چې په هغوئ حمله وکړى، او زهرژن ماران به ورولېږم چې هغوئ وچيچى.


خو د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان راشى، او په هغه ورځ به آسمانونه ډېر په ګړبړ د نظر نه پناه شى، يعنې ستورى سيارې به د اور په سخت تاو سره ويلى شى، او زمکه او په هغې د بنى آدمو ټول شوى کارونه به ښکاره شى.


او وائى به چې، ”د هغۀ د راتلو وعده څۀ شوه؟ ځکه چې د کله نه چې زمونږ پلار نيکۀ مړۀ شوى دى د هغه وخت نه تر اوسه پورې هر څۀ هم هغه شان دى لکه چې د مخلوق د شروع نه وُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan