17 د انګورو په ټولو باغونو کښې به ژړاګانې وى، ځکه چې زۀ به ستاسو د سزا دپاره ستاسو په مينځ کښې تېر شم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
موسىٰ بيا فِرعون ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ فرمائى چې تقريباً په نيمه شپه به زۀ د مِصر نه تېر شم،
په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم.
چې کله مالِک خُدائ د مِصر نه تېريږى او مِصريان هلاکوى، نو هغه به د دروازو په چوکاټونو او پاسنو دُرشلو باندې هغه وينه وګورى او د مرګ فرښته به ستاسو کورونو ته پرې نۀ ږدى چې راننوځى او تاسو ووژنى.
د باغونو نه خندا او خوشحالى غېبه شوې ده. د انګورو په باغونو کښې يو کس هم آوازونه نۀ کوى او نۀ سندرې وائى. هيڅ څوک هم انګور نۀ چخڼى کوى چې رس ترېنه وباسى، ولې چې ما د خندا نعرې ختمې کړې دى.
د موآب د زرخېزه پټو او مُلک نه د خندا او خوشحالۍ آوازونه تلى دى، ما د انګورو د لنګرو نه مے جوړول بند کړى دى، هيڅ څوک هم انګور په خوشحالۍ سره نۀ نچوړوى. تر دې چې هلته شور او چغې اورېدلے شى، خو د خوشحالۍ نه بلکې د جنګ.
”نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، په خپل مقدس غر صيون کښې اوسېږم. يروشلم به مقدس وى، او د پردى وطن لښکر به بيا هيڅکله هغه فتح نۀ کړى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”اګر کۀ اسوريان اِتحاديان لرى او بېشمېره دى، هغوئ به ورک او تباه شى. اګر کۀ تاسو ما په تکليف کړئ، اے يهوداه، خو زۀ به تاسو نور په تکليف نۀ کړم.
په غرونو نظر د هغه چا پښو ته واچوئ څوک چې ښۀ زېرے راوړى، او د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى. اے يهوداه خپل اخترونه وکړئ، او خپلې عام منښتې کوئ. بدعمله به نور هيڅکله په تاسو قبضه نۀ کوى، هغوئ به په مکمل توګه تباه شى.
نو زۀ به د حمله کوونکى لښکر خلاف د خپل کور حِفاظت کوم. زما په خلقو به بيا هيڅکله ظالمان راونۀ خېژى، ځکه چې زۀ اوس په خپله د دې حفاظت کوم.