Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 5:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 تاسو په غريبانانو ظلم کوئ او د هغوئ په غله د حد نه زيات ټيکس لګوئ. نو په دې وجه اګر کۀ تاسو د کاڼو نه ښائسته کورونه جوړ کړى دى خو تاسو به په هغې کښې نۀ اوسېږئ، اګر کۀ تاسو د انګورو ډک باغونه کَرلى دى خو تاسو به د هغې مے ونۀ څښئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 5:11
30 Iomraidhean Croise  

ځکه چې هغوئ غريبانان وهلى دى او نهر يې پرېښى دى، او د هغوئ کورونه يې قبضه کړى دى کوم چې هغوئ نۀ دى جوړ کړى.


د باغونو نه خندا او خوشحالى غېبه شوې ده. د انګورو په باغونو کښې يو کس هم آوازونه نۀ کوى او نۀ سندرې وائى. هيڅ څوک هم انګور نۀ چخڼى کوى چې رس ترېنه وباسى، ولې چې ما د خندا نعرې ختمې کړې دى.


هغوئ به ستا مال دولت لوټ کړى او ستا د تجارت سامان به لوټ کړى، هغوئ به ستا دېوالونه مات کړى او ستا ښکلې کورونه به راوغورزوى او ستا کاڼى، لرګى او ملبه به په سمندر کښې وغورزوى.


ځکه چې تاسو څربه ګډو، په خپلو اوږو او پتونونو باندې ټولې مانده ګډې ديکه کړې، او په خپلو ښکرونو سره مو ډغرې ورکړې، تر دې چې تاسو هغوئ خورې ورې کړې،


خو اوس به ستاسو د خوراک دپاره غله کافى نۀ وى او نۀ به درسره دومره انګور وى چې مے ترېنه وباسئ.


نو زۀ به تاسو له سزا درکړم. زۀ به په تاسو افتونه راولم يعنې لا علاجه بيمارۍ او تبې چې تاسو به ړاندۀ کړى او ستاسو ژوند به لنډ تنګ کړم. تاسو به تخم وکَرئ، خو هيڅ ګټه به درنۀ کړى، ځکه چې ستاسو دشمنان به په تاسو غالِب شى او چې تاسو څۀ کَرلى وى نو هغوئ به يې وخورى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيل خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ صادقان خلق په سپينو زرو او غريبانان په يو جوړ څپلو خرڅوى.


هغوئ د غريبانانو سرونه لکه د زمکې د خاورى په شان د پښو لاندې کوى او نۀ پرېږدى چې مظلومانو ته اِنصاف مِلاو شى. پلار او زوئ هم يوې ښځې سره څملى او زما د پاک نوم بې‌حرمتى کوى.


زۀ به د اوړى کورونه او د ژمى کورونه دواړه تباه کړم. هغه کورونه چې د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوى دى هغه به تباه شى او دا محلونه به باقى پاتې نۀ شى،“ مالِک خُدائ فرمائى.


د اشدود قلعه ګانو ته او د مِصر قلعه ګانو ته اعلان وکړه چې، ”د سامريه په غرونو راغونډ شئ او وګورئ چې په دې ښار کښې څۀ کيږى. څومره لويه ګډوډى ده پکښې او څومره ظلم د هغې خلقو سره کيږى.“


”ما ته غوږ ونيسئ، د سامريه په غرونو اے د بسن څربه غواګانو، تاسو هغه ښځې يئ چې په غريبانانو ظلم کوئ او ضرورتمند د پښو لاندې کوئ، او څوک چې خپلو خاوندانو ته همېشه وائى چې، مونږ له د څښلو دپاره مے راوړئ.


کله چې مالِک خُدائ حکم وکړى، نو بيا به هغه غټ او واړۀ کورونه دړې وړې کړى.


آيا آسونه په غټو کاڼو کښې منډې وهلے شى؟ آيا څوک په غوَيانو باندې سمندر قلبه کولے شى؟ خو تاسو اِنصاف په ګنډير بدل کړے دے او د صداقت مېوه مو په بدۍ بدله کړې ده.


واورئ اے هغه خلقو څوک چې ضرورتمند راغورزوئ او د مُلک غريبانان تباه کوئ.


زۀ به خپل جلاوطنه خلق بنى اِسرائيل واپس راولم، هغوئ به خپل کنډر شوى ښارونه بيا آباد کړى او په کښې به اوسيږى، هغوئ به د انګورو باغونه وکَرى او د دې مے به څښى، هغوئ به باغونه وکَرى او د دې مېوه به خورى.


نو په دې وجه به زۀ سامريې نه د کنډرو ډېرے جوړ کړم، يو داسې ځائ چې د انګورو بوټى به په کښې کَرلے شى. زۀ به د دې دېوالونو کاڼى وادۍ ته وغورزوم او د دې بنيادونه به ښکاره کړم.


چې هغوئ د پټو په لالچ کښې راشى نو قبضه يې کړى، او چې د کورونو په لالچ کښې راشى نو دا ونيسى. هغوئ د خلقو نه خپل کور په دوکه اخلى، او رشته‌دار د وراثت نه محروموى.


تاسو به غله وکَرئ، خو فصل به ونۀ رېبئ، تاسو به د زيتُونو نه تېل وباسئ خو دا به خپل ځان دپاره استعمال نۀ کړئ، تاسو به انګورو نه مے وباسئ، خو مے به ونۀ څښئ.


د هغوئ مال دولت به لوټ شى او د هغوئ کورونه به وران شى. هغوئ به کورونه جوړوى خو په کښې به نۀ اوسيږى، هغوئ به د انګورو باغونه وکَرى خو مے به ترې ونۀ څښى.


تاسو ډېر تخم کَرلے دے، خو فصل مو لږ رېبلے دے. تاسو خوراک کوئ خو ورباندې مړېږئ نه. تاسو اوبۀ څښئ، خو تنده مو پرې نۀ ختميږى. تاسو جامې اغوندئ، خو پرې نۀ ګرمېږئ. تاسو تنخواه ګټئ، خو صرف په هغه بټوه کښې اچولو دپاره چې په کښې سورى وى.


ادوميان وائى چې، ”اګر کۀ مونږ تباه کړے شوى يُو، خو مونږ به دا کنډرې بيا جوړې کړُو.“ خو مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغوئ دا جوړولے شى، خو زۀ به يې تباه کړم. دې ته به د بدعملۍ مُلک وئيلے کيږى، او خلق به يې همېشه د خُدائ پاک د لعنت لاندې وى.


تاسو به د يوې پېغلې سره کوژدن وکړئ، خو بل څوک به د هغې سره څملى. تاسو به يو کور جوړ کړئ، خو هيڅکله به په هغې کښې ونۀ وسېږئ. تاسو به د انګورو باغ وکَرئ، خو د هغې انګور به هيڅکله ونۀ خورئ.


خو تاسو د غريب سپکاوے وکړو. ولې دا مالداره نۀ دے چې په تاسو ظلم کوى او عدالت ته مو راکاږى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan