Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 3:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 د اشدود قلعه ګانو ته او د مِصر قلعه ګانو ته اعلان وکړه چې، ”د سامريه په غرونو راغونډ شئ او وګورئ چې په دې ښار کښې څۀ کيږى. څومره لويه ګډوډى ده پکښې او څومره ظلم د هغې خلقو سره کيږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 3:9
22 Iomraidhean Croise  

په جات کښې دا اِعلان مۀ کوه او د اسقلون په کوڅو کښې هم دا اِعلان مۀ کوه. د فلستيانو ښځې مۀ خوشحالوه، د غېرو قومونو لوڼه مۀ خوشحالوه.


مونږ به هر قِسمه قيمتى څيزونه حاصل کړُو او د لوټ د مال نه به خپل کورونه ډک کړُو.


يوه رحمدله ښځه عزت او احترام ګټى، خو بې‌رحمه سړى مال دولت ګټى.


ما يو ځل بيا نظر واچولو او هغه ټول ظلم مې وليدو کوم چې په مخ د زمکې کيږى. ګوره د مظلومانو وښکې څاڅى خو د تسلۍ ورکولو والا هيڅوک نۀ وى. ظالمان ډېر زورَور دى او مظلومان ډېر بې‌وسه دى.


تاسو به دوباره د سامريه په غونډو باندې د انګورو باغونه وکَرئ، او څوک چې دا باغونه کَرى هغوئ به يې په مېوه خوشحاله شى.


”د مِصر په ښارونو په مجدال، ميمفِس او تحفنحيس کښې به دا اعلان وکړئ چې، د جنګ دپاره تيار شئ، ځکه چې تُوره به ستاسو خوا او شا کښې هر څۀ وخورى.


”د قومونو په مينځ کښې د دې خبرې اعلان وکړه، جنډا اوچته کړه او په ډاګه ورته ووايه، او هيڅ خبره مۀ پټوه بلکې دا ښکاره وايه چې، بابل به قبضه کړے شى، او بيل بُت به په شرمونو وشرميږى او رسوا به شى، او مردوک بُت به ويريږى. د بابل مجسمه به په شرمونو وشرمولے شى او د هغې بُتان يرې راخستى دى.


بلکې تاسو به، اے د بنى اِسرائيل غرونو، څانګې او ډېره مېوه زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وکړئ، ځکه چې هغوئ به ډېر زر خپل کور ته راشى.


زۀ به د بنى اِسرائيلو په مُلک او د بنى اِسرائيلو په غرونو کښې د هغوئ نه يو قوم جوړ کړم. په هغوئ ټولو به يو بادشاه حکومت کوى او هغوئ به بيا هيڅکله نۀ دوه قومونه شى او نۀ به په دوو بادشاهتونو تقسيم شى.


”کله چې زۀ اِسرائيلو له شفا ورکول غواړم نو د دوئ ګناه راته څرګنده شى او د سامريه بدکارى راته ښکاره شى. ځکه چې هغوئ د چل کارونه کوى، غلۀ کورونو ته وراوړى او غلاګانې کوى، او ډاکوان په لارو کښې خلق لوټ کوى.


زۀ به د اشدود خلق وژنم او د اسقلون بادشاه به تباه کړم. بيا به زۀ په عقرون حمله وکړم او يو څو فلستيان چې ژوندى پاتې دى به هم مړۀ شى،“ دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.


”ما ته غوږ ونيسئ، د سامريه په غرونو اے د بسن څربه غواګانو، تاسو هغه ښځې يئ چې په غريبانانو ظلم کوئ او ضرورتمند د پښو لاندې کوئ، او څوک چې خپلو خاوندانو ته همېشه وائى چې، مونږ له د څښلو دپاره مے راوړئ.


تاسو په غريبانانو ظلم کوئ او د هغوئ په غله د حد نه زيات ټيکس لګوئ. نو په دې وجه اګر کۀ تاسو د کاڼو نه ښائسته کورونه جوړ کړى دى خو تاسو به په هغې کښې نۀ اوسېږئ، اګر کۀ تاسو د انګورو ډک باغونه کَرلى دى خو تاسو به د هغې مے ونۀ څښئ.


”په تاسو دې افسوس وى څوک چې په صيون کښې په آرام پراتۀ يئ، او په تاسو هم څوک چې خپل ځان د سامريې په غر محفوظ ګڼئ. تاسو په بنى اِسرائيلو کښې نامتو او مشهور يئ، چا له چې خلق د مدد غوښتلو دپاره ورځى.


تاسو دا نۀ منئ چې د مصيبت هغه ورځ به راشى، بلکې تاسو د بې‌اِنصافۍ حکومت قائم کړے دے.


غريبانان په سپينو زرو او ضرورتمند په يوه جوړه څپلو اخلو، او غنم هم د بوسو سره خرڅوو.“


آيا زۀ د بدعمله په کور کښې په بدعملۍ سره ګټلے شوې خزانې هېرې کړم، او هغه کم ناپ تول چې پرې لعنت شوے دے؟


کله چې فلستيانو د لوظ صندوق قبضه کړو نو هغوئ د اِبن‌عزر نه خپل ښار اشدود ته راوړو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan