5 آيا يو مارغۀ په لټ کښې ګېرېدے شى کله چې ورته د ګېرېدو دپاره څۀ نۀ وى؟ آيا دام په زمکه په خپله بنديږى کله چې ښکار د ګېرېدو دپاره نۀ وى؟
کبرژنو سړو ما ته پټ دامونه اېښى دى، او دوئ خپل جالونه خوارۀ کړى دى. او زما په لارو کښې يې دامونه اېښى دى.
انسان ته هيڅکله دا پته نۀ لګى چې په هغۀ به سخت وخت کله راځى. لکه څنګه چې کبان په جال کښې او مارغان په دام کښې اچانک راګېر شى، نو داسې به مرګ انسان سمدستى راګېر کړى.
او لکه څنګه چې ما هغوئ د بېخ نه راويستل، او ټوکړې ټوکړې مې کړل، او راومې غورزول، او تباه مې کړل او افتونه مې پرې نازل کړل، نو دغه شان به زۀ هغوئ دوباره آباد او قائم کړم.
نو مالِک خُدائ هم په مونږ د افت راوستلو څۀ پرواه ونۀ کړه، ځکه چې زمونږ مالِک خُدائ په خپلو ټولو کارونو کښې صادق دے، خو بيا هم مونږ د هغۀ تابعدارى ونۀ کړه.
آيا زمرے په ځنګل کښې غړمبيږى کله چې د هغۀ ښکار نۀ وى؟ آيا هغه په خپل غار کښې غړمبيږى کله چې هغۀ څۀ نۀ وى نيولى؟
کله چې په ښار کښې بيګل وغږيږى نو خلق نۀ يريږى؟ کله چې يو ښار باندې افت راشى آيا دا مالِک خُدائ نۀ وى راوستے؟