Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 3:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 آيا زمرے په ځنګل کښې غړمبيږى کله چې د هغۀ ښکار نۀ وى؟ آيا هغه په خپل غار کښې غړمبيږى کله چې هغۀ څۀ نۀ وى نيولى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 3:4
7 Iomraidhean Croise  

نو بيا ځوانان زمرى په خپل ښکار پسې غړمبيږى او د خُدائ پاک نه خپل خوراک غواړى.


کله چې زۀ د خپلو خلقو په دشمنانو د ازمرى په شان وغورېږم نو زما خلق به په ما پسې راروان شى. هغوئ به د نمرپرېواتۀ طرف نه په منډه منډه راشى.


زۀ به په اِسرائيل باندې لکه د ازمرى په شان او په يهوداه باندې لکه د تکړه ازمرى په شان حمله وکړم. زۀ به په خپله هغوئ ټوکړې ټوکړې کړم، زۀ به هغوئ راکاږم او هيڅ څوک به يې رانه خلاصولے نۀ شى.


هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د صيون نه غړمبيږى، او د يروشلم نه غوريږى. د شپونکو د څرن ځايونه به اوچ شى، او د کرمل د غرۀ په سر واښۀ به مړاوے شى.“


آيا دوه کسان يو ځائ سفر کولے شى ترڅو چې هغوئ داسې کولو باندې متفِق نۀ وى؟


آيا يو مارغۀ په لټ کښې ګېرېدے شى کله چې ورته د ګېرېدو دپاره څۀ نۀ وى؟ آيا دام په زمکه په خپله بنديږى کله چې ښکار د ګېرېدو دپاره نۀ وى؟


خو اوس زمرے په غړمبېدو دے نو څوک به نۀ يريږى؟ اوس خو قادر مطلق خُدائ خپل کلام وفرمائيلو، نو څوک به د هغۀ د پېشګويۍ ورکولو نه اِنکار وکړى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan