15 زۀ به د اوړى کورونه او د ژمى کورونه دواړه تباه کړم. هغه کورونه چې د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوى دى هغه به تباه شى او دا محلونه به باقى پاتې نۀ شى،“ مالِک خُدائ فرمائى.
اخىاب بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى وُو، سره د هغه حِساب کِتاب چې د هغۀ محل د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوے وو او چې کوم ټول ښارونه يې جوړ کړى وُو، دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
ستا د جامو نه د مصالحو، د پيپل او کيکر عطرو خوشبوئى راځى، ستا په ښکلې محلونو کښې سازونه د رباب تا خوشحالوى.
ما اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج قسم خوړلے دے چې، ”يقيناً چې د ډېرو کورونو نه به کنډرې جوړې شى، او په دې غټو او ښائسته کورونو کښې به هيڅوک نۀ اوسيږى.
نو د کال نهمه مياشت وه، د يخنۍ موسم وو نو بادشاه په شاهى محل کښې د ژمى دپاره په جوړه شوې کوټه کښې نغرى ته ناست وو.
نو زۀ به په يهوداه اور نازل کړم او دا به د يروشلم قلعه ګانې وسوزوى.“
نو ځکه قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”دشمن به ستاسو وطن محاصره کړى او ستاسو پخې قلعې به راوغورزوى او ستاسو قلعې به لوټ کړى.“
تاسو په غريبانانو ظلم کوئ او د هغوئ په غله د حد نه زيات ټيکس لګوئ. نو په دې وجه اګر کۀ تاسو د کاڼو نه ښائسته کورونه جوړ کړى دى خو تاسو به په هغې کښې نۀ اوسېږئ، اګر کۀ تاسو د انګورو ډک باغونه کَرلى دى خو تاسو به د هغې مے ونۀ څښئ.
کله چې مالِک خُدائ حکم وکړى، نو بيا به هغه غټ او واړۀ کورونه دړې وړې کړى.
ادوميان وائى چې، ”اګر کۀ مونږ تباه کړے شوى يُو، خو مونږ به دا کنډرې بيا جوړې کړُو.“ خو مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغوئ دا جوړولے شى، خو زۀ به يې تباه کړم. دې ته به د بدعملۍ مُلک وئيلے کيږى، او خلق به يې همېشه د خُدائ پاک د لعنت لاندې وى.
بيا چې کله بادشاه په چت باندې په خپله يخه کوټه کښې ناست وو، اهُود هغۀ له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”زما سره ستا دپاره د خُدائ پاک نه يو پېغام دے.“ نو بادشاه د تخت نه پاڅېدو.