Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 3:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 مالِک خُدائ دا فرمائى، ”لکه څنګه چې يو شپون د ازمرى د خولې نه د ګډې د پښې يو دوه هډوکى يا د غوږ يوه ټوکړه بچ کړى، نو دغسې به هغه بنى اِسرائيل چې په سامريه کښې اوسيږى هغوئ به دومره برباد شى او داسې به پاتې شى لکه چې د کټ يو بازو او د کُرسۍ يوه پښه باقى پاتې شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 3:12
16 Iomraidhean Croise  

او باقى ژوندى پاتې شوى افيق ښار ته وتښتېدل، چرته چې د هغوئ په اوويشت زره سړو باندې د ښار دېوالونه راوغورزېدل. بِن‌حدد هم ښار ته وتښتېدو او د يو کور په دنننۍ کوټه کښې پټ شو.


بِن‌حدد هغۀ ته ووئيل، ”زما پلار چې ستا پلار نه کوم ښارونه اخستى وُو نو هغه به تا له واپس درکړم او تۀ په دمشق کښې د خپل ځان دپاره يو کاروبارى مرکز جوړولے شې، لکه څنګه چې زما پلار په سامريه کښې کړى وُو.“ اخى‌اب ورته ووئيل، ”نو په دې شرطُونو به زۀ تا آزاد کړم.“ اخى‌اب د هغۀ سره يوه معاهده وکړه او بِن‌حدد يې پرېښودو چې لاړ شى.


ميکاياه ورته وفرمائيل، ”تا ته به پته ولګى چې کله تۀ د پټېدو دپاره يوې شاتنۍ کوټې ته لاړ شې.“


د احاز د غوښتنې په جواب کښې تغلت فلاسر د دمشق خِلاف د خپل لښکر سره روان شو، دا يې قبضه کړو او رضين بادشاه يې ووژلو او خلق يې قير ته قېديان بوتلل.


دربار د آسمانى رنګ او د سپين رنګ د مالوچو جوړو شوو پړدو باندې ښائسته کړے شوے وو، د سنګِ مرمرو په ستنو باندې د سپينو زرو د کَړو سره د کاسنى رنګ د ښې لټې د مزو سره تړلے شوې وې. د سرو زرو او سپينو زرو کټُونه په دربار کښې اېښودے شوى وُو، د دربار فرش د سپين سنګِ مرمر، سور قيمتى کاڼى، د ځلېدونکې ملغلرو او د آسمانى رنګ د فيروزو نه جوړ شوے وو.


هغۀ د مِنت زارۍ دپاره خپل ځان د اِستَر په کټ باندې وروغورزولو نو هم په هغه وخت بادشاه د باغونو نه واپس کوټې ته راغلو او چې دا يې وليدل نو بادشاه چغه کړه چې، ”دا سړے دلته هم زما په خپل محل کښې زما په وړاندې اِستَر ته لاس وراچوى؟“ بادشاه چې څنګه دا ووئيل نو خصيانو د همان مخ پټ کړو چې قتل کړے شى.


”او زۀ به خپل کور ته نۀ ورننوځم او نۀ به خپل کټ کښې آرام وکړم.


په هغه وخت به خلق په خپل خالِق بهروسه کوى، او هغوئ به د بنى اِسرائيلو په مقدس ذات منحصر وى.


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ د شپانو ډلې هر څومره چغې ووهى يا هر څومره آوازونه وکړى، خو هغوئ به يو غړمبېدونکى ازمرى د خپل ښکار نه ونۀ شړى، نو هم دغه شان به مالِک خُدائ ربُ الافواج د صيون په غر راکوز شى او جنګ به کوى.


د هغې نه وړاندې چې ماشوم دومره لوئ شى چې ابو او امى وئيلے شى، نو د دمشق ټول مال دولت او د سامريه ټول مال غنيمت به د اسور بادشاه لوټ کړے وى.“


په تاسو افسوس چې د هاتى په غاښونو په ښائسته کړے شوى پالنګونو کښې اودۀ کېږئ او په حُجره کښې په کټونو کښې غزېږئ. تاسو د خوراک دپاره د خپلو رمو نه د خوښې ګډورى او د خپل مال نه څربه سخى خوښوئ.


ګوره، زۀ قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو ګناهګاره قوم وينم. زۀ به دا د زمکې د مخ نه ختم کړم. خو زۀ به هيڅکله د يعقوب خاندان مکمل نۀ ختموم. مالِک خُدائ فرمائى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan