11 نو ځکه قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”دشمن به ستاسو وطن محاصره کړى او ستاسو پخې قلعې به راوغورزوى او ستاسو قلعې به لوټ کړى.“
د دې قتلِ عام نه پس د يعقوب نورو زامنو ښار لوټ کړو چې د خپلې خور د بېعزتۍ بدل واخلى.
د اسور بادشاه تغلت فلاسر په اِسرائيل حمله وکړه او مناحم هغۀ له څلور دېرش زره کلو سپين زر د دې دپاره ورکړل چې د مناحم په هغه مُلک کښې د حکومت په مضبوطولو کښې يې ملګرتيا وکړى.
د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيلبيتمعکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل.
هغۀ د مالِک خُدائ کور او ښار، سره د دې ټولو محلونو او دولت وسوزولو او د ښار دېوال يې راوغورزولو.
هغوئ چې څۀ خورى نو د هغې نه هيڅ نۀ پاتې کيږى، نو په دې وجه د هغوئ مالدارى ختميږى.
نو زۀ به په يهوداه اور نازل کړم او دا به د يروشلم قلعه ګانې وسوزوى.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې صحيح کار څنګه وکړى. هغوئ خپلې قلعه ګانې د هغه مال نه ډکې کړې دى کوم چې په ظلم زياتې او غلا سره اخستے شوے دے.“
زۀ به د اوړى کورونه او د ژمى کورونه دواړه تباه کړم. هغه کورونه چې د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوى دى هغه به تباه شى او دا محلونه به باقى پاتې نۀ شى،“ مالِک خُدائ فرمائى.
مالِک خُدائ، ربُ الافواج په خپله فرمائى چې، ”اے بنى اِسرائيله، زۀ به ستا خلاف يو قوم درولېږم، چې په تاسو به د ليبوحمات نه تر عرابه وادۍ پورې ظلم کوى.“
قادر مطلق خُدائ په خپل ذات قسم کړے دے. مالِک خُدائ، ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ د يعقوب د غرور نه کرکه کوم، او د هغۀ مضبوطو قلعه ګانو نه نفرت کوم. زۀ به ښار او په دې کښې چې هر څۀ دى دشمن ته حواله کړم.“