Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 2:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 نو زۀ به په موآب اور نازل کړم، دا به د قريوت قلعه ګانې وسوزوى. څنګه چې د جنګ لويه اله ګوله شى او بيګل وغږيږى نو موآب به د جنګ په تاو کښې هلاک شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 2:2
8 Iomraidhean Croise  

د هر يو جنګيالى فوجى پېزار او د هغوئ هغه ټولې جامې چې په وينو داغدارې دى، هغه به په اور وسوزولے شى.


قريوت او بُصره او د موآب په ټولو لرې او نزدې ښارونو نازل شوے دے.


د هغوئ د ژړا آوازونه د حسبون نه تر اِلى‌عالى او يهض پورې، او د ضُعر نه تر حورونايم پورې او عجلت‌شليشياه پورې اورېدلے شى. او تر دې چې اوس د نِمريم اوبۀ هم اوچې شوې دى.


قريوت به قبضه شى او د هغۀ مضبوطې قلعه ګانې به واخستلے شى. او په هغه ورځ به د موآب د فوجيانو زړونه داسې ګبراويږى لکه چې د يوې ښځې زړۀ چې د لنګون په وخت کښې ګبراويږى.


کوم خلق چې حسبون ته د پناه دپاره وتښتى نو هلته به بې‌وسه ودريږى، ځکه چې د حسبون نه د اور شُغلې راوچتيږى، د بادشاه سيحون د زوړ کور نه به د اور لمبې راوچتيږى. دا اور د موآب تندے سوزوى، او د شور اچوونکو لافوانو کوپړۍ سوزوى.


”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، نو ځکه چې موآب او سعير وائى وګوره، د يهوداه قوم لکه د نورو ټولو قومونو په شان شو،


نو زۀ به د ربه په دېوالونو اور نازل کړم، او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى. د جنګ په ورځ به د جنګ دغه شان چغې اورېدے شى، لکه د طوفان په ورځ چې تېزه سيلۍ وى.


نو زۀ به د حِزائيل په شاهى محل اور نازل کړم او دا به د بِن‌حدد قلعه ګانې وسوزوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan