1 مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د موآب خلقو بار بار ګناه کړې ده، او زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د ادوم د بادشاه هډُوکى وسوزول او ايرې يې کړل.
نو يورام بادشاه او د يهوداه او ادوم بادشاهان روان شول. د اوو ورځو د مزل نه پس، د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې او د سړو او د ځناورو دپاره لږې هم پاتې نۀ شوې.
د مالِک خُدائ سترګې هر چرته موجودې دى، هغه ښۀ او بد دواړو باندې نظر ساتى.
هغوئ به په يو ځائ د نمرپرېواتۀ طرف په فلستيانو باندې حمله وکړى او چې د نمرخاتۀ طرف ته کوم خلق اوسيږى نو هغوئ به لوټ کړى. هغوئ به د ادوم او موآب په خلقو باندې فتح حاصله کړى او د عمون خلق به د هغوئ تابعدار شى.
مونږ د موآب د غرور په حقله اورېدلى دى. هغوئ مغروره، کبرژن، خود غرضه او سپين سترګې دى. خو د هغوئ لاپې عبث دى.
مالِک خُدائ به د صيون د غرۀ حِفاظت کوى، خو موآب به داسې د پښو لاندې کړے شى لکه چې بوس په غوبل کښې د پښو لاندې کيږى.
د ادوم، موآب او عمون قومونه ته،
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د ادوم خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ خپلو وروڼو بنى اِسرائيلو پسې تُوره په لاس منډې وهلې او په هغوئ يې هيڅ رحم نۀ کولو. او خپله غصه يې جارى وساتله، او غصه يې د قابو نه بهر کېده.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د عمون خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د جِلعاد د اُميدوارو ښځو خيټې وڅيرلې د دې دپاره چې خپل سرحدونه لوئ کړى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د دمشق خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. هغوئ زما خلق په جِلعاد کښې وهلى دى داسې لکه په تريشر چې غله دانه ټکولے شى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د غزه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ ټوله علاقه جلاوطن کړه او ادوم باندې يې خرڅه کړه،
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د صور خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د بنى اِسرائيلو سره د ورورولۍ د لوظ لحاظ ونۀ کړو بلکې ټوله علاقه يې جلاوطن کړه او په ادوم يې خرڅه کړه.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د يهوداه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ شريعت رد کړو او د هغۀ په حُکمونو يې عمل ونۀ کړو. ځکه چې هغوئ د دروغو خُدايانو بېلارې کړل، هغه خُدايانو چې د دوئ پلار نيکونو يې پيروى کوله.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيل خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ صادقان خلق په سپينو زرو او غريبانان په يو جوړ څپلو خرڅوى.
اے زما خلقو، هغه وخت راياد کړئ چې بلق د موآب بادشاه تاسو ته د نقصان رسولو کوشش کولو او بعور د بلعام زوئ څۀ جواب ورکړو. راياد کړئ خپل سفر د شطيم نه تر جِلجال پورې، نو تاسو ته به د مالِک خُدائ د صداقت کارونه معلوم شى.“