Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 1:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 نو زۀ به د غزه په دېوالونو اور نازل کړم، او هغه به د دې قلعه ګانې وسوزوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 1:7
17 Iomraidhean Croise  

هغۀ فلستيانو له شکست ورکړو او د وړوکى کلى نه واخله تر لوئ ښار پورې يې قبضه کړل چې په دې کښې غزه او ګېرچاپېره علاقه شامله وه.


عُزياه د فلستيانو خِلاف جنګ له لاړو. هغۀ د جات، يبنه او اشدود ښارونو دېوالونه راوغورزول او د اشدود او باقى ټول فلستيه کښې يې د پَخو دېوالونو ښارونه جوړ کړل.


دا د مالِک خُدائ هغه کلام دے چې د فِرعون د لښکرو په غزه د حملې کولو نه مخکښې، په يرمياه نبى د فلستيانو په حقله نازل شو.


غزه لور به د غم نه خپل سر ګنجے کړى او د اسقلون ښار به وران او خاموشه شى. اے د مېدانى علاقې پاتې شوو خلقو ترڅو پورې به خپل ځان وهئ او ماتم به کوئ؟


نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ په مِصر اور ولګوم او د هغۀ ټول مددګاران قتل شى.


زۀ به په ماجوج او په هغوئ څوک چې د سمندر په غاړه کښې په امن اوسيږى اور نازل کړم، او هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.


نو زۀ به د حِزائيل په شاهى محل اور نازل کړم او دا به د بِن‌حدد قلعه ګانې وسوزوى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د غزه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ ټوله علاقه جلاوطن کړه او ادوم باندې يې خرڅه کړه،


زۀ به د اشدود خلق وژنم او د اسقلون بادشاه به تباه کړم. بيا به زۀ په عقرون حمله وکړم او يو څو فلستيان چې ژوندى پاتې دى به هم مړۀ شى،“ دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.


غزه به پرېښودلے شى او اسقلون به شاړ او ويجاړ پاتې شى. په نيمه ورځ کښې به اشدود خالى شى او عقرون به د بېخ نه وويستلے شى.


اے زما عزيزانو، خپل بدل مۀ اخلئ بلکې خُدائ ته د بدل اخستو موقع ورکړئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم.“


مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم. نو هغه وخت به راشى چې هغوئ به راوغورزيږى، او د هغوئ د تباهۍ ورځ نزدې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan