Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 1:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د غزه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ ټوله علاقه جلاوطن کړه او ادوم باندې يې خرڅه کړه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 1:6
18 Iomraidhean Croise  

په هغه وخت کښې فلستيانو د نمرپرېواتۀ په طرف د غرونو په لمن کښې او په جنوبى يهوداه کښې په ښارونو باندې حملې کولې. هغوئ د بيت‌شمس، ايالون، جديروت، شوکو، تمنت او جِمسو ښارونه او ورسره خواوشا علاقو کښې کلى هم قبضه کړل او هلته پاخۀ دېره شول.


دا د مالِک خُدائ هغه کلام دے چې د فِرعون د لښکرو په غزه د حملې کولو نه مخکښې، په يرمياه نبى د فلستيانو په حقله نازل شو.


په هغه وخت کښې کله چې ما بنى اِسرائيلو له آخرى سزا ورکوله، نو ستاسو دائمى نفرت هغوئ قصابخانې ته ورسول، په هغه وخت کله چې په هغوئ افت نازل شوے وو.


اے د صور، او صيدا او د فلستيه ټولو علاقو، اوس تاسو سره زما خلاف څۀ دى؟ ولې تاسو ما نه د هغه څۀ بدل اخلئ چې ما کړى دى؟ کۀ تاسو داسې کوئ، زۀ به په تېزۍ او تُندۍ سره په تاسو هغه څۀ وکړم، څۀ چې تاسو کړى وى.


تاسو د يهوداه او د يروشلم خلق په يونانيانو خرڅ کړل او هغوئ دې د خپل مُلک نه لرى ولېږل.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د ادوم خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ خپلو وروڼو بنى اِسرائيلو پسې تُوره په لاس منډې وهلې او په هغوئ يې هيڅ رحم نۀ کولو. او خپله غصه يې جارى وساتله، او غصه يې د قابو نه بهر کېده.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د دمشق خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. هغوئ زما خلق په جِلعاد کښې وهلى دى داسې لکه په تريشر چې غله دانه ټکولے شى.


نو زۀ به د غزه په دېوالونو اور نازل کړم، او هغه به د دې قلعه ګانې وسوزوى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د صور خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د بنى اِسرائيلو سره د ورورولۍ د لوظ لحاظ ونۀ کړو بلکې ټوله علاقه يې جلاوطن کړه او په ادوم يې خرڅه کړه.


په هغه ورځ تۀ لرې ولاړ وې کله چې غېر مُلکيان د هغۀ دروازو ته ورننوتل او د هغۀ نه يې مال دولت يوړلو، او د يروشلم د تقسيمولو دپاره يې پچه واچوله. نو تا په هيڅ نۀ کولو داسې رويه خپله کړې وه لکه چې تۀ هم د بنى اِسرائيلو دشمن يې.


د اسقلون ښار به دا وګورى او وبه يريږى. غزه به د يرې نه په لړزان شى. او عقرون به هم، ځکه چې د هغې اُميد به ختم شى. د غزه بادشاه به مړ شى او اسقلون به شاړ شى.


بيا د مالِک خُدائ فرښتې فيليپوس ته وفرمائيل، ”د جنوب په لاره لاړ شه کومه د بيابان لاره چې د يروشلم نه تر غزې تلې ده.“


فلستيانو پينځۀ د سرو زرو دانو نمونې مالِک خُدائ ته د هغوئ د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ولېږلې، د اشدود، غزه، اسقلون، جات او عقرون د ښارونو دپاره يوه يوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan