نور هر څۀ چې دوېم يربعام کړى وُو، د هغۀ د بهادرۍ جنګونه او چې هغۀ دمشق او حمات څنګه اِسرائيل له واپس ورکړے وو، دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
د هغوئ دروغژن نبيان به په جنګ کښې مړۀ شى، او هغوئ به بېوقوفان ثابت شى. د هغوئ تکړه فوجيان به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ به سختو يرو ترخو کښې راګېر شى.
د آون علاقائى عبادتخانې به تباه شى چرته چې بنى اِسرائيلو ګناه کوله. د هغوئ په قربانګاهو باندې به واښۀ او ازغى راشنۀ شى. نو خلق به غرونو ته چغې وهى چې، ”مونږ پټ کړه.“ او غونډو ته به چغې وهى چې، ”په مونږ راپرېوځه.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، ولې تاسو ګنې ما ته د ايتهوپيا د خلقو نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟ ما بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل، خو ما فلستيان هم د کريتې نه او آراميان مې د قير نه هم راوويستل.