3 مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د دمشق خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. هغوئ زما خلق په جِلعاد کښې وهلى دى داسې لکه په تريشر چې غله دانه ټکولے شى.
هر څوک چې د حِزائيل نه ژوندے خلاص شى نو د ياهُو په ذريعه به ووژلے شى او هر څوک چې د ياهُو نه وتښتى نو اليشع به هغه ووژنى.
نو مالِک خُدائ اِسرائيل ته غصه شو او هغۀ د شام بادشاه حِزائيل او د هغۀ زوئ بِنحدد پرېښودل چې اِسرائيل له بار بار شکست ورکړى.
د يهوآخز سره صرف پنځوس په آسونو سوارۀ کسان، او لس جنګى ګاډۍ او لس زره پياده فوجيان پاتې وُو، ځکه چې د شام بادشاه د هغوئ نه علاوه نور ټول لښکر تباه کړى وُو او سم غوبل يې ورباندې کړے وو.
د احاز د غوښتنې په جواب کښې تغلت فلاسر د دمشق خِلاف د خپل لښکر سره روان شو، دا يې قبضه کړو او رضين بادشاه يې ووژلو او خلق يې قير ته قېديان بوتلل.
حِزائيل ترې نه تپوس وکړو، ”زما صاحِبه ولې ژاړې؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”ما ته د هغه بدو پته ده چې تۀ به يې د اِسرائيليانو سره کوې، تۀ به د هغوئ قلعې وسوزوې، د هغوئ زلمى به په تُوره ووژنې، د هغوئ بچى به ټوټې ټوټې کړې او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وشلوې.“
تا لس ځلې زما بېعزتى کړې ده، تۀ چې ما له کوم تکليف راکوې په هغې تۀ شرمېږې نۀ څۀ؟
هغه به تاسو د شپږو افتونو نه بچ کوى، او په اوؤم کښې به تاسو ته هيڅ نقصان نۀ رسيږى.
شپږ څيزونه دى چې مالِک خُدائ ترې نه نفرت کوى بلکې اووۀ څيزونه دى چې مالِک خُدائ هغه نۀ شى برداشت کولے،
خپلې پېسې په اووۀ يا اتۀ ځايونو کښې بندې کړه، ځکه چې هيڅ پته نۀ لګى چې څۀ افت به په زمکه باندې راپېښ شى.
هغه د کاږو او زېرې د تخم ټکولو دپاره لوئ ډانګ نۀ استعمالوى، بلکې د دې دپاره د يو وړوکى او برابر لرګى نه کار اخلى.
ګورئ، زۀ به تاسو د درمند د تختې په شان جوړ کړم، چې غاښونه يې تېرۀ وى. تاسو به غرونه ذرې ذرې کوئ او تباه کوئ به يې، د غرونو غونډۍ به لکه د بوسو په شان شى.
هغه وخت به لا راغلے هم نۀ وى چې هغه د خپل ښۀ او بد فېصله پخپله کوى، نو د هغه دوو بادشاهانو مُلکونه به خوشى او برباد شى کوم چې تاسو يروى.
ولې چې د شام مشر دمشق دے او د دمشق مشر صرف رضين دے. او ترڅو چې د اِسرائيلو خبره ده، نو هغه به په پينځو شپېتو کالو کښې ټوټې ټوټې او په مکمل طور تباه شى.
د هغې نه وړاندې چې ماشوم دومره لوئ شى چې ابو او امى وئيلے شى، نو د دمشق ټول مال دولت او د سامريه ټول مال غنيمت به د اسور بادشاه لوټ کړے وى.“
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د ادوم خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ خپلو وروڼو بنى اِسرائيلو پسې تُوره په لاس منډې وهلې او په هغوئ يې هيڅ رحم نۀ کولو. او خپله غصه يې جارى وساتله، او غصه يې د قابو نه بهر کېده.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د عمون خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د جِلعاد د اُميدوارو ښځو خيټې وڅيرلې د دې دپاره چې خپل سرحدونه لوئ کړى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د غزه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ ټوله علاقه جلاوطن کړه او ادوم باندې يې خرڅه کړه،
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د صور خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د بنى اِسرائيلو سره د ورورولۍ د لوظ لحاظ ونۀ کړو بلکې ټوله علاقه يې جلاوطن کړه او په ادوم يې خرڅه کړه.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د موآب خلقو بار بار ګناه کړې ده، او زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د ادوم د بادشاه هډُوکى وسوزول او ايرې يې کړل.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د يهوداه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ شريعت رد کړو او د هغۀ په حُکمونو يې عمل ونۀ کړو. ځکه چې هغوئ د دروغو خُدايانو بېلارې کړل، هغه خُدايانو چې د دوئ پلار نيکونو يې پيروى کوله.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيل خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ صادقان خلق په سپينو زرو او غريبانان په يو جوړ څپلو خرڅوى.
د مالِک خُدائ پېغام د حدرک د مُلک خلاف دے او دا به په دمشق نازل شى، ځکه چې د خلقو او د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو سترګې مالِک خُدائ ته دى.
او حمات ته هم چې د دې سره يې سرحدونه دى، او په صور او صيدا هم اګر کۀ هغوئ ډېر ماهران دى.