15 د هغوئ بادشاه به خپلو آفسرانو سره يو ځائ جلاوطن شى،“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
اے د حسبون ښځو، وژاړئ، ځکه چې د عى ښار تباه شو. اے د ربه ښځو، وير وکړئ. د ټاټ جامې واغوندئ او ماتم وکړئ. اخوا ديخوا سرګردانه وزغلئ، ځکه چې د مولک بُت به سره د خپلو اِمامانو او خادِمانو جلاوطن کړے شى.
نو په دې وجه به زۀ خپل لاس ستاسو خلاف دروغزوم او تاسو به نورو قومونو ته د غنيمت په توګه حواله کړم. زۀ به ستاسو قوم ختم کړم او تاسو به خانه بدوش کړم او تاسو به تباه کړم. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“