10 نو زۀ به د صور په دېوالونو اور رانازل کړم او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى.“
د ټولو فلستيانو د تباهۍ ورځ رارسېدلې ده او ورسره د هغوئ هم څوک چې به د صور او صيدا خلقو سره مدد کوى. مالِک خُدائ په خپله هغه فلستيان تباه کوى، هغوئ څوک چې ژوندى پاتې شوى دى او د کريت د ساحل نه راغلى دى.
هغوئ به ستا مال دولت لوټ کړى او ستا د تجارت سامان به لوټ کړى، هغوئ به ستا دېوالونه مات کړى او ستا ښکلې کورونه به راوغورزوى او ستا کاڼى، لرګى او ملبه به په سمندر کښې وغورزوى.
هغوئ به د صور دېوالونه تباه کړى او د هغۀ برجونه به راګزار کړى او زۀ به د هغوئ ملبه داسې جارُو کړم چې لکه د صفا ګټ په شان پاتې شى.
تا په خپلو ډېرو ګناهونو او بېايمانه تجارت خپل د عبادت ځايونه ګنده کړل. نو ما په تا اور ولګولو او هغۀ تۀ وسوزولې، او تۀ مې په زمکه د ټولو هغه کسانو په وړاندې په ايرو بدل کړې چې ستا تماشه يې کوله.
اے د صور، او صيدا او د فلستيه ټولو علاقو، اوس تاسو سره زما خلاف څۀ دى؟ ولې تاسو ما نه د هغه څۀ بدل اخلئ چې ما کړى دى؟ کۀ تاسو داسې کوئ، زۀ به په تېزۍ او تُندۍ سره په تاسو هغه څۀ وکړم، څۀ چې تاسو کړى وى.
نو زۀ به د حِزائيل په شاهى محل اور نازل کړم او دا به د بِنحدد قلعه ګانې وسوزوى.
نو زۀ به د غزه په دېوالونو اور نازل کړم، او هغه به د دې قلعه ګانې وسوزوى.
خو مالِک خُدائ به د دې ملکيت قبضه کړى. او د دې ټول قدرت به په سمندر کښې تباه کړى، او دا به په اور وسوزولے شى.