Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 9:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 نو ساؤل د زمکې نه راپورته شو، خو کله چې هغۀ خپلې سترګې کولاو کړې نو څۀ ورته نۀ ښکارېدل، نو د هغۀ ملګرو هغه د لاسه ونيولو او دمشق ته يې بوتلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 9:8
10 Iomraidhean Croise  

هلته هغۀ فوجيان په ډلو کښې تقسيم کړل او د شپې يې په دشمن حمله وکړه او هغوئ له يې شکست ورکړو، هغه د دمشق شمالى طرف ته تر حوبه پورې په هغوئ پسې وو،


بيا هغوئ بهر هغه ټول خلق ړاندۀ کړل، نو هغوئ د دروازې په لټولو ستړى شول.


مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”بنى آدم له ژبه څوک ورکوى؟ ګونګول او کڼول څوک کوى؟ نظر ورکول يا ړندول څوک کوى؟ دا زۀ، مالِک خُدائ کوم.


خو ګوره اوس، مالِک خُدائ ستا خلاف شو. تۀ به ړوند شې او د څۀ وخت پورې به تۀ د نمر رڼا نۀ وينې.“ سمدستى د هغۀ په سترګو خړه راغله او په ټَپو شو او بيا هغۀ لاسونه ټپول چې د لاس نه يې څوک ونيسى او بو يې ځى.


هر کله چې زۀ د رڼا شُغلې ړوند کړم نو زما ملګرو زۀ د لاسه ونيولم او دمشق ته يې بوتلم.


او سمدستى لکه د پوټکى په شان څيز د ساؤل د سترګو نه لرى شو او هغه واپس بينا شو. بيا هغه پاڅېدو او بپتسمه يې واخسته.


هغه تر درېو ورځو پورې ړوند وو او خوراک څښاک يې نۀ کولو.


چې زۀ په دمشق کښې وم نو د ارِتاس بادشاه ګورنر د ټول ښار نه چاپېره څوکۍ کښېنولې وه چې ما ګرفتار کړى.


او نۀ زۀ په يروشلم کښې هغوئ ته ورغلم څوک چې زما نه مخکښې رسولان وُو، بلکې سمدستى عربستان ته لاړم او د هغه ځائ نه وروستو دمشق ته راواپس شوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan