7 هغه سړى چې د ساؤل سره په سفر کښې ملګرى وُو، هغوئ غلى ودرېدل. هغوئ آواز واورېدو خو څوک يې ونۀ ليدل.
صرف ما دانيال، دا رويا وليده، ما سره نورو سړو دا ونۀ ليده، خو بيا هم هغوئ داسې وحشت واخستل چې وتښتېدل او ځانونه يې پټ کړل.
کومه ګڼه چې هلته ولاړه وه هغوئ دا واورېدل او وئ وئيل چې دا د تندر آواز وو خو نورو ووئيل چې، ”فرښتې هغۀ سره خبرې وکړې.“
زما ملګرو هغه رڼا وليدله خو د هغۀ آواز يې وانۀ ورېدو چا چې ما سره خبرې کولې.