Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 9:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 ما جواب ورکړو چې، ”مالِکه، تۀ څوک يې؟“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 9:5
15 Iomraidhean Croise  

ځکه چې هغه زورَور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اوچتوى.


د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ، نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ، هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.


په هغۀ باندې افسوس چې د خپل خالق سره جګړه کوى، هغه داسې دے لکه چې د ماتو لوښو يو ټيکرے وى. ولې خټه د کُلال نه تپوس کوى څۀ چې، ”تۀ څۀ جوړوې؟“ ولې ستا کوم جوړ شوے څيز ستا په حقله شکايت کوى څۀ؟ د هغۀ هيڅ اختيار نشته.


خو پطروس ووئيل چې، ”نه مالِکه، نه. ما هيڅکله هم حرام او ناپاک څيزونه نۀ دى خوړلى.“


کله چې مونږ ټول په زمکه پرېوتلو نو ما په عبرانۍ ژبه کښې يو آواز واورېدلو چې ما ته يې داسې ووئيل چې، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟ موږى ته لته ورکول به تا ته ګران پرېوځى.“


خو په حقيقت کښې ما اول هم دا خبره ضرورى ګڼله چې د عيسىٰ ناصرى د نوم خلاف ډېر څۀ کارونه وکړم.


او کۀ چرې دا د خُدائ پاک د طرفه وى نو تاسو دا خلق نۀ شئ منع کولے بلکې تاسو ته به دا پته ولګى چې تاسو د خُدائ خلاف جنګ کوئ.“ نو هغوئ د ګملى‌ايل مشوره ومنله.


هغه په زمکه راپرېوتو او يو آواز يې واورېدو چې ورته يې ووئيل، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟“


خو اوس پاڅه او ښار ته لاړ شه او درته به وښودلے شى چې تا ته څۀ کول په کار دى.“


يا ولې مونږ د مالِک غېرت کښې راولو څۀ؟ ولې مونږ د هغۀ نه زورَور يُو څۀ؟


د مالِک خُدائ خلق مالداره شول، خو سرکشه وُو، هغوئ څاربۀ او په خوراک ماړۀ وُو. هغوئ خُدائ پاک خپل خالِق پرېښودو هغوئ د خپل طاقتور خلاصوونکى نه منکر شول.


زۀ دا نۀ وايم چې ما دا هر څۀ حاصل کړى دى او يا زۀ کمال ته ورسېدم، بلکې زۀ منډه د دې دپاره وهم چې هغه هر څۀ حاصل کړم ځکه چې عيسىٰ مسيح زۀ خپل کړے يم.


اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم، خو په ما رحم وشو ځکه چې ما د بې‌ايمانۍ په حالت او په ناپوهۍ کښې دا کارونه کړى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan