Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 9:43 - Pakistani Yousafzai Pashto

43 نو پطروس څۀ وخت دپاره په يافا کښې د شمعون نومې موچى سره پاتې شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 9:43
12 Iomraidhean Croise  

د لبنان په غرونو کښې به مونږ هغه ټول د دِيار لرګى ووهو چې تا ته يې ضرورت دے، هغه به د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړُو او په سمندر کښې به يې روان کړُو چې تر يافا پورې ورسيږى. د هغه ځائ نه يې تۀ يروشلم ته وړلے شې.“


خلقو د کاڼو ګِلکارانو او ترکاڼانو د مزدورۍ دپاره پېسې ورکولې او خوراک، څښاک او د زيتُونو تېل يې د صور او صيدا خلقو له لېږل او د دې څيزونو په بدل کښې د لبنان د غرونو نه د دِيار لرګى د يافا ښار ته د سمندر په ذريعه راوړلے کېدل. دا هر څۀ د فارس د بادشاه خورس په اجازت سره کېدل.


خو يُونس د مالِک خُدائ نه وتښتېدو او ترسيس ته روان شو. هغه يافا ښار ته ورسېدو، هلته هغۀ وکتل چې يو سمندرى جهاز ترسيس ته تلو والا دے. هغۀ کرايه ورکړه او سمندرى جهاز ته وختو او ترسيس ته روان شو چې د مالِک خُدائ نه وتښتى.


نو ځکه شمعون چې ورته پطروس وائى هغۀ پسې يافا ته څوک ولېږه. هغه د سمندر په غاړه د شمعون چميار په کور کښې مېلمه دے.


اوس يافا ته کسان ولېږه په شمعون پسې چې پطروس ورته وائى.


هغه د شمعون چميار کره دے چې کور يې د سمندر په غاړه دے.“


څۀ چې شوى وُو هغوئ ته يې بيان کړل او يافا ته يې ولېږل.


هغۀ مونږ ته ووئيل چې څنګه يوه فرښته د هغۀ په کور کښې راښکاره شوه او ورته يې ووئيل چې، يافا ته شمعون پسې څوک ولېږه چې ورته پطروس هم وائى.


څنګه چې ما خبرې شروع کړې نو روحُ القُدس په هغوئ داسې نازل شو لکه چې په مونږ په شروع کښې نازل شوے وو.


د لدې کلے د يافا سره نزدې وو نو کله چې مريدانو واورېدل چې پطروس په لده کښې دے، هغوئ ورپسې دوه سړى ورولېږل او خواست يې ورته وکړو چې، ”مهربانى وکړه زر تر زره مونږ ته ځان راورسوه.“


دا خبره په ټوله يافا کښې خوره شوه او ډېرو خلقو په مالِک ايمان راوړو.


مےيرقون، رقون او داسې د يافا نه ګېرچاپېره علاقه هم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan