30 کله چې ايمانداران د دې نه خبر شول نو هغوئ هغه تر قيصريه پورې بوتلو او ترسس ته يې ولېږلو.
کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى.
خو کله چې هغوئ د قيصريه فيليپى علاقې ته راغلل نو عيسىٰ د خپلو مريدانو نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې اِبن آدم څوک دے؟“
په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه،
بيا برنباس ترسس ته لاړو چې ساؤل پېدا کړى.
په هم هغه شپه ايماندارانو وروڼو پولوس او سيلاس بيريه ته ولېږل. کله چې هغوئ راورسېدل نو د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل.
هغه کسان چې د پولوس د لارې ملګرى وُو نو هغه يې اتينيه ته راوستو او په واپسۍ کښې يې سيلاس او تيموتيوس ته دا پېغام ورکړو، څومره زر چې کېدے شى ما ته خپل ځان راورسوئ.
هلته مونږ څۀ ايمانداران وروڼه وموندل او هغوئ مونږ ته دعوت راکړو چې هغوئ سره يوه هفته ايسار شُو. او دغه شان مونږ روم ته راغلو.
خو ناګهانه بيا فيليپوس اشدود نومې ښار ته رسېدلے وو، نو ترڅو چې هغه قيصريه ته رسېدو نو په لاره لاره يې په ټولو ښارونو کښې زيرے ورکولو.
مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”پاڅه او هغه کوڅې ته لاړ شه چې ورته نېغه وئيلے شى او د يهوداه په کور کښې د ترسس د يو سړى تپوس وکړه چې نوم يې ساؤل دے، اوس هغه ما ته دُعا کوى.
د دې نه پس زۀ د شام او د کلکيه علاقو ته لاړم.