3 هغه لا په لاره وو او دمشق ته ورنزدې شوے وو چې ناګهانه د هغۀ نه ګېرچاپېره د آسمان نه رڼا وځلېده.
هغۀ خپل ځان نه نُور لکه د جامو راتاو کړے دے، هغۀ آسمانونه لکه د پړدې په شان غوړولې دى
کله چې زۀ په لار دمشق ته ورنزدې شوم، د غرمې وخت وو چې ناڅاپى له آسمان نه يوه لويه شُغله له ما نه ګېرچاپېره وځلېده.
نو بيا حنانياس روان شو او هغه کور ته ورننوتو او د ساؤل په سر يې خپل لاس کېښودو او وې وئيل چې، ”زما وروره ساؤله، کله چې تۀ دلته راروان وې کوم مالِک عيسىٰ چې تا ته په لارې خپل ځان څرګند کړو، هغۀ زۀ تا له رالېږلے يم چې ستا نظر دوباره راشى او تۀ د روحُ القُدس نه معمور شې.“
خو برنباس هغه بوتلو او رسولانو له يې راوستو. هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ساؤل په سفر کښې مالِک څنګه وليدو او مالِک هغۀ سره خبرې څنګه وکړې، او هغۀ په دمشق کښې په زړۀ ورتيا سره د عيسىٰ په نوم بيان څنګه وکړو.
د ټولو نه په آخر کښې هم ما ته ښکاره شو، زۀ چې بېمودې پېدا شوے يم.
ولې زۀ آزاد نۀ يم څۀ؟ ولې زۀ رسول نۀ يم څۀ؟ ولې ما عيسىٰ چې زمونږ مالِک دے نۀ دے ليدلے څۀ؟ ولې تاسو په مالِک کښې زما د خِدمت مېوه نۀ يئ څۀ؟
دا واحد هغه دے چې څوک غېر فانى دے او هغه په هغه بېمثاله نُور کښې اوسيږى چې نۀ چا ليدلے او نۀ به يې ووينى. د هغۀ عزت او بادشاهى دې تل تر تله وى، آمين.
او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.
هلته به شپه نۀ وى او نۀ به هغوئ ته د ډيوې يا د نمر د رڼا ضرورت وى ځکه چې مالِک خُدائ پاک به د هغوئ رڼا وى، او هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.