Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 9:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 بيا ساؤل د هغوئ سره پاتې شو او په يروشلم کښې د هغوئ سره آزاد ګرځېدو، او هغۀ ښۀ په زړۀ ورتيا د مالِک په نوم بيان کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 9:28
10 Iomraidhean Croise  

په تېره زمانه کښې، ترڅو چې ساؤل زمونږ بادشاه وو نو تا په جنګ کښې د بنى اِسرائيلو مشرى کوله او مالِک خُدائ تا ته وفرمائيل چې تۀ به د هغۀ د خلقو مشرى کوې او د هغوئ بادشاه به يې.“


مالِکه خُدايه، زما خُدائ پاکه، تا زۀ د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړے يم، اګر چې زۀ د يو وړوکى ماشوم په شان يم او په هيڅ هم نۀ پوهېږم.


مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى، د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.


زۀ دروازه يم. څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى. هغه به دننه بهر تلے راتلے شى او د څرن ځائ به ومومى.


نو په کار دے چې يو سړے د يهوداه په ځائ مقرر کړو د چا چې زمونږ سره د مالِک عيسىٰ د خِدمت په ټول وخت کښې راشه درشه وه،


کله چې دوئ د پطروس او يوحنا زړۀ ورتيا وليدله او دا هم ورته معلومه شوه چې دوئ عام او بې‌علمه خلق وُو، نو هغوئ حېران شول او وې پېژندل چې دا د عيسىٰ ملګرى وُو.


او اوس اے مالِکه، د هغوئ دهمکيانو ته غور وکړه او خپلو خادِمانو ته پوره زړۀ ورتيا ورکړه چې ستا کلام بيان کړى.


هغۀ د يونانى يهوديانو سره بحث مباحثه کوله، خو هغوئ د هغۀ د وژلو کوشش وکړو.


بيا درې کاله پس د پطروس سره د ملاقات دپاره زۀ يروشلم ته لاړم او پينځلس ورځې مې هغۀ سره تېرې کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan