26 کله چې ساؤل يروشلم ته راورسېدو نو هغۀ کوشش وکړو چې مريدانو سره يو ځائ شى خو هغوئ ټول د هغۀ نه يرېدل ځکه چې د هغوئ په دې يقين نۀ راتلو چې هغۀ ايمان راوړے دے.
په دغه وخت کښې به ډېر تيندک وخورى او د يو بل مُخبرى به کوى او د يو بل سره به کينه کوى.
زۀ د ټولو نه اول د دمشق اوسېدونکو ته راغلم او بيا يروشلم ته لاړم او د يهوديه ټولې علاقې او غېريهوديانو ته مې هم دا اعلان وکړو چې دوئ دې توبه ګار شى او خُدائ پاک ته دې رجوع وکړى. او داسې عملونه دې وکړى چې د دوئ توبه ترې ښکاره شى.
کله چې پطروس او يوحنا آزاد کړے شول نو هغوئ خپلو ملګرو له لاړل او هغه هر څۀ يې ورته ووئيل څۀ چې مشرانو اِمامانو او مشرانو هغوئ ته وئيلى وُو.
او د روټۍ خوړلو نه پس د هغۀ په وجود کښې طاقت راغلو. بيا ساؤل په دمشق کښې يو څو ورځې د عيسىٰ مريدانو سره پاتې شو.
او د هغۀ مريدانو هغه شپه په شپه د ښار په دېوال په يوه بانګۍ کښې لاندې کوز کړو.
ځينې دروغژن ايمانداران زمونږ په مينځ کښې د دې دپاره شامل شوى وُو چې جاسوسى وکړى، او کومه آزادى چې مونږ ته په عيسىٰ مسيح کښې مِلاو شوې ده هغه ختمه کړى او مونږ بيا د شريعت غلامان جوړ کړى.