23 د ډېرو ورځو تېرېدو نه وروستو يهوديان راغونډ شول او د ساؤل د مرګ سازش يې وکړو.
خو يهوديانو ديندارې او عزتمندې ښځې او د ښار مشران د پولوس او برنباس خلاف کړل، او د هغوئ په تکليف رسولو يې لاس پورې کړو او دغه شان يې هغوئ د ښار نه بهر کړل.
بيا د اَنطاکيه او اِکونيوم نه څۀ يهوديان هغه ځائ ته راغلل او خلق يې ځان سره ملګرى کړل. نو هغوئ بيا پولوس سنګسار کړو او د ښار نه يې بهر راښکلو، د هغوئ خيال دا وو چې ګنې مړ دے.
خو بېايمانه يهوديانو د غېريهوديانو په ذهنونو کښې د ايماندارانو خلاف نفرت پېدا کړو.
چا چې خپل ځانونه زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د نوم دپاره په خطره کښې اچولى دى.
چرته چې هغۀ درې مياشتې تېرې کړې. هغه شام ته په سمندرى جهاز کښې تلو چې يهوديانو د هغۀ خلاف يو سازش جوړ کړو نو هغۀ دا فېصله وکړه چې د مِکدونيه په لاره واپس لاړ شى.
په سحر کښې يهوديان د يو سازش دپاره راغونډ شول او خپلو کښې يې سره دا قَسم وکړو چې نۀ به څۀ خورو او نۀ به څۀ څښو ترڅو چې دوئ پولوس وژلے نۀ وى.
او زۀ به په خپله هغۀ ته وښايم چې هغه به زما د نوم د خاطره څومره تکليف وزغمى.“
خو ساؤل په خبرو نور هم تکړه کېدو او د دمشق يهوديان يې په خپلو مضبوطو دلائيلو خاموشه کول چې عيسىٰ هم مسيح دے.
زۀ څو څو ځله په سفر کښې په مختلفو خطرو کښې لکه د دريابونو، د ډاکوانو، د خپل قوم، د غېريهوديانو، د ښار، د بيابان، د سمندر، د دروغژنو وروڼو او خوېندو په خطرو کښې پاتې شوے يم،