Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 9:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 هغوئ ټولو چې د هغۀ واورېدل نو حق حېران شول او وې وئيل چې، ”دا هغه سړے نۀ دے چا چې په يروشلم کښې هغه خلق وژل چې د عيسىٰ نوم به يې اخستلو؟ او ولې دے دلته د دې دپاره نۀ دے راغلے چې دغه خلق ګرفتار کړى او مشر اِمام ته يې لاس تړلى بوځى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 9:21
20 Iomraidhean Croise  

نو زۀ به نافرمانو ته وښايم ستا حُکمونه، نو ګناه ګار به يو ځل بيا تا ته راوګرځى.


د ډېرو خلقو په وړاندې عجيبه غوندې مثال ګرځېدلے يم، خو تۀ مضبوطه پناه ګاه يې زما دپاره.


زۀ دلته د هغه بچو سره يم چې کوم مالِک خُدائ ما له راکړى دى. هغه مالِک خُدائ، ربُ الافواج چې د هغۀ تخت د صيون په غر باندې دے، هغۀ مونږ اِسرائيل له د نښې او خبردارى په توګه رالېږلى يُو.


واوره، اے مشر اِمامه يشوَع او نور اِمامان چې ستا په وړاندې ناست دى، تاسو د راتلونکى ښۀ وخت نښه يئ، زۀ به خپل خِدمت کوونکے راولم چې څانګه بللے شى.


نۀ داسې جادو شته او نۀ داسې کوډې شته، چې د بنى اِسرائيلو په قوم باندې وشى. خلق به اوس د بنى اِسرائيلو په حقله ووائى، ګورئ، خُدائ پاک د هغوئ دپاره څۀ کړى دى.


هغوئ ټول حېران او پرېشانه وُو او يو بل ته يې ووئيل چې، ”د دې څۀ مطلب دے؟“


کله چې هغوئ دا آواز واورېدلو نو ګڼه راجمع شوه او هغوئ په دې حېران شول ځکه چې هغوئ هر يو په خپله خپله ژبه د هغوئ نه خبرې اورېدلې.


او هغوئ وپېژندلو چې دا خو هغه سړے دے څوک چې به د خُدائ د کور د ښکلې دروازې سره ناست وو او خير به يې غوښتو، نو څۀ چې دۀ سره شوى وُو، هغوئ په دې حق حېران شول.


کله چې دوئ د پطروس او يوحنا زړۀ ورتيا وليدله او دا هم ورته معلومه شوه چې دوئ عام او بې‌علمه خلق وُو، نو هغوئ حېران شول او وې پېژندل چې دا د عيسىٰ ملګرى وُو.


کله چې هغوئ ستِفانوس سنګسارولو نو ستِفانوس دُعا وکړه چې، ”اے مالِکه عيسىٰ، زما روح قبول کړه.“


خو ساؤل جماعت تباه کولو. هغه کور په کور ورننوتو او نارينه او زنانه يې نيول او هغوئ يې قېدخانې کښې اچول.


خو ساؤل په خبرو نور هم تکړه کېدو او د دمشق يهوديان يې په خپلو مضبوطو دلائيلو خاموشه کول چې عيسىٰ هم مسيح دے.


په هم هغه ورځ کله چې هغه راشى نو ټول مقدسين به هغۀ له جلال ورکړى او د هغۀ حمد و ثنا به ووائى. په هغوئ کښې به تاسو هم شامل يئ ځکه چې تاسو زمونږ په ګواهۍ ايمان راوړے وو.


تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو. او دُنيا چې مونږ نۀ پېژنى هغه ځکه چې هغه يې هم نۀ دے پېژندلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan