12 ساؤل رويا وليدله چې حنانياس نومې سړے دننه راځى او د هغۀ په سر به خپل لاس کېږدى او نظر به يې راشى.“
او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”زما وړه لور مرګى حال ده. ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده، نو هغه به روغه او ژوندۍ شى.“
هغوئ دا کسان د رسولانو وړاندې پېش کړل او هغوئ ورته دُعا وکړه او د هغوئ په سر يې خپل لاسونه کېښودل.
نو په دمشق کښې د عيسىٰ يو مريد وو او نوم يې حنانياس وو. مالِک هغۀ ته په رويا کښې آواز وکړو، ”اے حنانياس.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ حاضر يم.“