1 په دې دوران کښې ساؤل لا اوس هم د مالِک مريدانو ته د قتل دهمکيانې ورکولې. هغه مشر اِمام له لاړو
ما د دشمنانو لاسونو ته مۀ پرېږده، ځکه چې دوئ په ما هغه تهمت لګوى کوم چې ما کړے نۀ وى، هره لحظه او شېبه کښې د شرارت دهمکى راکوى.
بيا يې هغه د ښار نه بهر وويستو او سنګسار يې کړو. او ګواهانو خپلې جامې د ساؤل نومې يو ځوان سړى په پښو کښې کېښودلې.
خو ساؤل جماعت تباه کولو. هغه کور په کور ورننوتو او نارينه او زنانه يې نيول او هغوئ يې قېدخانې کښې اچول.
زۀ په رسولانو کښې د ټولو نه ورکوټے يم تر دې چې د رسول بللو لائق هم نۀ يم ځکه چې ما د خُدائ پاک جماعت زورَولے وو.
نو بېشکه تاسو زما د مخکښې ژوند په حقله کله چې يهودى وم دا اورېدلى دى چې ما به د خُدائ پاک جماعت زورولو او د هغې د تباه کولو کوشش کولو.
د جوش په نسبت د جماعت زورونکے، او د شريعت د صداقت د لاندې بېعېبه يم.
اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم، خو په ما رحم وشو ځکه چې ما د بېايمانۍ په حالت او په ناپوهۍ کښې دا کارونه کړى وُو.