Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 8:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 په هغه ښار کښې شمعون نومې يو سړے وو چې د څۀ مودې نه يې جادو کولو او د سامريې ټول خلق يې حق حېران کړى وُو او خپل ځان يې د لوئې مرتبې مالِک ګڼلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 8:9
20 Iomraidhean Croise  

نو فِرعون هم خپل د غېب عِلم لرونکى خلق او جادوګران راوغوښتل او هغوئ هم د جادو په ذريعه هم هغه شان وکړل.


بيا د فِرعون جادوګرانو د خپل جادو په ذريعه هم دغه شان وکړل او د فِرعون زړۀ هم هغه شان سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغۀ د موسىٰ او هارون د خبرې اورېدو نه اِنکار وکړو.


جادوګران د دې قابل نۀ وُو چې د موسىٰ په مخکښې ولاړ وے، ځکه چې د نورو ټولو مِصريانو په شان دوئ هم په دانو پټ وُو.


کۀ څوک د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له ورځى چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى، نو زۀ به د هغۀ نه مخ واړوم او زۀ به هغه نور د خپلو خلقو نه نۀ ګڼم.


څوک چې د خپل ځان نه خبرې کوى هغه خپل عزت غواړى خو څوک چې د خپل رالېږونکى عزت غواړى هغه رښتينے انسان دے او په هغۀ کښې هيڅ ټګى نشته.


هغوئ تر پافُس پورې په ټوله جزيره کښې وګرځېدل. هلته هغوئ يو يهودى جادوګر سره مِلاو شول، چې د دروغو نبى وو او نوم يې بريسوع وو.


خو جادوګر چې په يونانۍ کښې ورته اِليماس وائى، د هغوئ مخالفت وکړو او دا کوشش يې کولو چې ګورنر ايمان رانۀ وړى.


ځکه چې څۀ موده وړاندې تيوداس هم پاڅېدو، دا دعوىٰ يې کوله چې زۀ هم څۀ يم، او خوا او شا څلور سوه کسان ورسره ملګرى وُو، خو هغه قتل کړے شو او د هغۀ ټول ملګرى خوارۀ وارۀ شول او ترې هيڅ هم جوړ نۀ شو.


هغوئ د هغۀ پيروى کوله ځکه چې هغۀ تر ډيرې مودې هغوئ په خپل جادو حق حېران کړى وُو.


هغه به د هر يو معبود او د عبادت د هر يو څيز مخالفت کوى او خپل ځان به ترې نه اوچت ګڼى. او هغه به د خُدائ په کور کښې کښېنى او د خُدايئ دعوىٰ به وکړى.


ځکه چې خلق به خود غرضه، لالچيان، لافې کوونکى، مغروره، ګستاخه، د مور پلار نافرمانه، ناشُکره، بې‌دينه،


هغوئ به په ظاهره د ديندارۍ نمائش کوى خو په زړۀ کښې به يې يقين نۀ وى. د داسې خلقو نه ځان ساته.


ځکه چې هغوئ د کبر او بېهوده خبرې کوى، او د شهوت پرستۍ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشونو کښې راګېروى څوک چې لږ څۀ کښې د هغه چا نه راتښتېدلى دى چې په ګمراهۍ کښې ژوند تېروى.


خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan