7 د ډېرو نه پيريان په چغو راووتل او ډېر شل او ګوډ روغ جوړ شول.
ګوډ به د هوسۍ په شان ټوپونه وهى، او ګونګيان به د خوشحالۍ سندرې وائى. په صحرا کښې به چشمې راوځى او په بيابان کښې به د اوبو نِهرونه بهيږى،
بيا عيسىٰ خپل دولس مريدان راوغوښتل او هغوئ له يې د پيريانو شړلو او د هر قِسم بيماريانو او مرضونو شفا اختيار ورکړو.
چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى.
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
هغۀ په زوره چغې کړې او ډېر يې تاو راتاو کړو او بيا پيرے ترې ووتو او هلک لکه د مړى په شان پرېوتو، بلکې ډېرو وئيل چې، ”دے مړ دے.“
بيا هغه دوه اويا کسان خوشحاله واپس راغلل او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، ستا په نوم پيريان هم زمونږ تابعدارى کوى.“
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هم هغه کارونه کوى لکه چې زۀ يې کوم، او هغه به د دې نه هم لوئ کارونه کوى ځکه چې زۀ پلار له روان يم.
د خوا او شا کلو نه به ډېر خلق د يروشلم ښار ته راتلل، او خپل بيماران او هغه خلق به يې راوستل چې پيريانو به نيولى وُو، او هغوئ ټولو به شفا موندله.
کله چې هغه ګڼو خلقو د فيليپوس خبرې واورېدې او هغه معجزې يې وليدې چې هغۀ وکړې نو هغوئ ټولو د هغۀ بيان ته په غور سره غوږ کېښودلو.
خُدائ پاک هم د خپلو نښو، عجيبه کارونو او قِسما قِسم معجزو په کولو او د خپلې مرضۍ په مطابق د روحُ القُدس د نعمتونو په ويشلو د هغې تصديق وکړو.