6 کله چې هغه ګڼو خلقو د فيليپوس خبرې واورېدې او هغه معجزې يې وليدې چې هغۀ وکړې نو هغوئ ټولو د هغۀ بيان ته په غور سره غوږ کېښودلو.
خُدائ پاک د يهوداه خلق هم د دې دپاره متحد کړل چې د هغۀ په مرضۍ باندې روان شى او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو حُکمونه ومنى.
په بل سبت تقريباً د ښار ټول خلق د مالِک خُدائ کلام اورېدو ته راغونډ شول.
تر دې چې شمعون جادوګر هم ايمان راوړو او بپتسمه يې واخستله او هغه به فيليپوس پسې هر چرته تلو او هغه په هغه نښو او لويو معجزو چې هغۀ وليدې حق حېران وو.
نو فيليپوس د سامريه يو ښار ته لاړو او هلته يې خلقو ته د مسيح په حقله بيان وکړو.
د ډېرو نه پيريان په چغو راووتل او ډېر شل او ګوډ روغ جوړ شول.