5 نو فيليپوس د سامريه يو ښار ته لاړو او هلته يې خلقو ته د مسيح په حقله بيان وکړو.
خو تاسو ته به د روحُ القُدس په نازلېدو طاقت درکړے شى او تاسو به په يروشلم کښې او په ټوله يهوديه او سامريه کښې او د دُنيا تر بله سره زما ګواهان يئ.“
په بله ورځ مونږ روان شُو او قيصريه ته راغلو، او مونږ د فيليپوس مېلمانۀ شُو چې د زيرى دعوت ورکوونکے وو. او هغه د هغه اوو کسانو نه يو وو څوک چې د خوراک تقسيمولو دپاره غوره کړے شوے وو.
او هره ورځ هغوئ د خُدائ په کور او په خپلو کورونو کښې دا تعليم او زيرے ورکولو چې هم دا عيسىٰ مسيح دے.
دا تجويز د ټولې قبيلې خوښ شو او هغوئ ستِفانوس چې د ايمان او روحُ القُدس نه ډک وو، او هم ورسره فيليپوس، پروخوروس، نيکانور، تيمون، پرمناس او نيکلاس چې د انطاکى وو او يهودى شوے وو خوښ کړل.
او ساؤل هم په هغه کسانو کښې وو چې د ستِفانوس په مرګ راضى وُو. هم په هغه ورځ په يروشلم کښې د جماعت سره سخت ظلم شروع شو او د رسولانو نه بغېر ټول ايمانداران د يهوديه او سامريه په علاقو کښې خوارۀ وارۀ شول.
بيا د مالِک خُدائ فرښتې فيليپوس ته وفرمائيل، ”د جنوب په لاره لاړ شه کومه د بيابان لاره چې د يروشلم نه تر غزې تلې ده.“
نو فيليپوس ګاډۍ ته ورمنډه کړه، نو وې ليدل چې هغه سړى د يشعياه نبى صحيفه لوستله. فيليپوس ترې تپوس وکړو چې، ”تۀ چې څۀ لولې د دې په مطلب هم پوهېږې؟“
خو ناګهانه بيا فيليپوس اشدود نومې ښار ته رسېدلے وو، نو ترڅو چې هغه قيصريه ته رسېدو نو په لاره لاره يې په ټولو ښارونو کښې زيرے ورکولو.
کله چې هغه ګڼو خلقو د فيليپوس خبرې واورېدې او هغه معجزې يې وليدې چې هغۀ وکړې نو هغوئ ټولو د هغۀ بيان ته په غور سره غوږ کېښودلو.
نو هغۀ سمدستى په عبادتخانو کښې بيان شروع کړو چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے.
خو مونږ په سولۍ شوى مسيح زيرے ورکوو چې د يهوديانو په نزد د تيندک خوړلو کاڼے او د غېريهوديانو په نزد بېوقوفى ده.
کله چې زۀ تاسو سره وم نو ما دا فېصله کړې وه چې تاسو ته په سولۍ شوى عيسىٰ مسيح نه بغېر نور د هيڅ بيان ونۀ کړم.
ځکه چې هيڅوک هم بل بنياد نۀ شى اېښودلے بغېر د هغه بنياد نه چې اېښودلے شوے دے، او هغه بنياد عيسىٰ مسيح دے.