32 هغۀ چې کومه صحيفه لوستله هغه دا وه چې، ”لکه چې يو ګډورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموشه وى، نو هم هغسې هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.
زۀ خو خاموش ولاړ وم، او هيڅ خبره مې هم نۀ کوله، په دې باندې زما پرېشانى نوره هم زياتېدله.
زۀ چپ وم، ما خپله خولۀ بنده کړې وه، ځکه چې هر څۀ تا په خپله کړى وُو.
زۀ د هغه بېګناه ګډُورى په شان وم چې د حلالولو دپاره روان کړے شوے وى او ما ته زما خِلاف د هغوئ د بدو منصوبو عِلم نۀ وو. هغوئ وئيل، ”راځئ چې د مېوې هغه ډکه ونه راوغورزوُو، راځئ چې هغه د ژوندو د دُنيا نه ختم کړُو چې نور د هغۀ نوم د دُنيا نه د تل دپاره ورک شى.“
خو اے مالِکه خُدايه، تۀ ما پېژنې، او تۀ ما وينې او تۀ په ما آزمېښت وکړه چې زۀ ستا يم. دا بدعمله خلق داسې راکاږه لکه څنګه چې يو ګډ د حلالولو دپاره راښکلے شى، او د حلالولو پورې يې يوې خوا ته وساته.
زۀ به هغوئ لکه د ګډورو، چېلو او ګډانو په شان حلالېدو دپاره بوځم.“
عيسىٰ وفرمائيل، ”پلاره، دوئ معاف کړه. ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“ سپاهيانو د هغۀ په جامو خسڼے واچولو او په خپلو کښې يې وويشلې.
بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.
هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ به پرې څنګه پوهه شم ترڅو چې مې څوک د دې په مطلب پوهه نۀ کړى؟“ نو فيليپوس ته هغۀ دعوت ورکړو چې، ”ګاډۍ ته راوخېژه او ما سره کښېنه.“
لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”مونږ ستا دپاره ټوله ورځ د مرګ سره مخ کيږُو، د خلقو په نظر کښې مونږ د حلالونکو ګډو په شان ګڼلے کيږُو.“
ما د ټولو نه اول هغه اهم خبره تاسو ته در ورسوله کومه چې ما ته رارسېدلې وه چې د صحيفو په مطابق مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شو،
بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بېداغه ګډُورى په شان قربان شو.