28 او هغه کور ته واپس په خپله جنګى ګاډۍ کښې په لار روان وو چې د يشعياه نبى صحيفه يې په کښې لوستله.
ستا حُکمونه مې د تل دپاره ميراث دے دا زما د زړۀ خوشحالى ده
زۀ د خپلو ټولو اُستاذانو نه ډېر هوښيار يمه نو ځکه زۀ ستا په شريعت غور کومه
په دې کِتاب کښې د يهوداه او د يروشلم په حقله هغه پېغامونه دى کوم چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې په هغه وخت کښې څرګند کړل کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو.
څنګه چې د يشعياه نبى په صحيفه کښې ليکلے شوى دى چې، ”په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې، د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ.
او ورته د يشعياه نبى طومار ورکړے شو. هغۀ طومار کولاو کړو او هغه ځائ ته راغلو چې په کښې ليکلى وُو چې،
نو د هغوئ په مينځ کښې بېاتفاقى راغله کله چې هغۀ يوه خبره وکړه نو هغوئ روان شول. نو د پولوس هغه خبره دا وه چې، ”د يشعياه نبى په وسيله روحُ القُدس ستاسو پلار نيکونو ته ښۀ وئيلى وُو چې،
نو هغه روان شو او په لاره کښې يو د ايتهوپيا خصى سره مِلاو شو، هغه د حبشې د کنداکى مَلِکې د درباره خاص عهده دار او د هغې د ټولې خزانې اختيارمن وو. هغه يروشلم ته عبادت له راغلے وو.
نو بيا روحُ القُدس فيليپوس ته ووئيل چې، ”هغه ګاډۍ ته ورشه او ورسره نزدې روان اوسه.“
د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.
ستاسو په خولۀ دې د شريعت دا کِتاب خبرې همېشه وى. شپه او ورځ په دې غور کوئ. او چې په دې کښې څۀ ليکلى دى نو په هغې ښۀ عمل کوئ. نو تاسو به کامياب يئ.