19 او وې وئيل چې، ”ما ته هم دا طاقت راکړئ چې زۀ هم په چا لاس کېږدم نو چې هغوئ هم روحُ القُدس حاصلوى.“
تاسو څنګه د ايمان خاوندان کېدے شئ کله چې تاسو د يو بل نه د عزت اُميد کوئ او د هغه عزت لټون نۀ کوئ کوم چې د واحد خُدائ پاک له طرفه دے؟
بيا پطروس او يوحنا د هغوئ په سر خپل لاسونه کېښودل او هغوئ روحُ القُدس حاصل کړو.
کله چې شمعون وليدل چې د رسولانو د لاس په اېښودلو سره روحُ القُدس ورکړے کيږى نو هغۀ هغوئ ته پېسې وړاندې کړې،
خو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پېسې دې تا سره غرقې شى ځکه چې ستا دا خيال دے چې د خُدائ پاک نعمتونه په بيعه اخستل کيږى.
ما جماعت ته څۀ وليکل خو ديوترفيس چې د مشرۍ شوق لرونکے دے هغه زمونږ اختيار نۀ منى.