18 کله چې شمعون وليدل چې د رسولانو د لاس په اېښودلو سره روحُ القُدس ورکړے کيږى نو هغۀ هغوئ ته پېسې وړاندې کړې،
نو حِزائيل په څلوېښتو اوښانو باندې د دمشق ښۀ څيزونه بار کړل او اليشع له لاړو. کله چې حِزائيل ورسره مِلاو شو نو ورته يې ووئيل، ”ستا خِدمتګار بِنحدد بادشاه زۀ د دې تپوس دپاره رالېږلے يم چې هغه به د خپلې بيمارۍ نه ښۀ شى او کۀ نه.“
تاسو زما د خلقو په مينځ کښې د لږو اوربشو او د يو څو ټوکړو روټۍ دپاره زما بېحرمتى وکړه. تاسو زما غوره شوى خلقو ته دروغ ووئيل او هغوئ هم په تاسو باور وکړو او دغه شان تاسو هغوئ ووژل څوک چې د وژولو نۀ وو او هغوئ مو ژوندى پرېښودل څوک چې د ژوندى پرېښودلو نۀ وو.
بيماران جوړَوئ، مړى ژوندى کوئ، جذاميان پاکوئ او پيريان شړئ. تاسو ته دا اختيار مفت درکړے شو او مفت يې ورکوئ.
بيا پطروس او يوحنا د هغوئ په سر خپل لاسونه کېښودل او هغوئ روحُ القُدس حاصل کړو.
او وې وئيل چې، ”ما ته هم دا طاقت راکړئ چې زۀ هم په چا لاس کېږدم نو چې هغوئ هم روحُ القُدس حاصلوى.“
او د هغوئ په مينځ کښې مدام بحث پېدا کيږى د چا عقل چې خراب شوے دے، او د حق نه محروم دى او هغوئ ديندارى تش د ګټې ذريعه ګڼى.