16 ځکه چې تر دې وخته په يو هم روحُ القُدس نازل شوے نۀ وو. هغوئ ته صرف د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه.
ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ.
هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”د ايمان راوړلو په موقع په تاسو روحُ القُدس نازل شوے وو؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه، مونږ ته خو دا پته هم نشته چې روحُ القُدس څۀ څيز دے.“
پطروس هغوئ ته ووئيل، ”توبه ګار شئ او تاسو هر يو د خپلو ګناهونو د معافۍ دپاره د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه واخلئ او تاسو ته به د روحُ القُدس نعمت مِلاو شى.
ولې تاسو ته پته نشته چې کله مونږ ټولو په عيسىٰ مسيح کښې بپتسمه واخسته نو مونږ د هغۀ په مرګ کښې هم شامل شُو؟
تاسو څومره چې په مسيح کښې بپتسمه شوى يئ، د مسيح جامې مو اغوستې دى.