9 ځکه چې مشرانو وروڼو د يوسف سره کينه کوله، نو هغوئ هغه د غلام په طور په مِصر کښې خرڅ کړو. خو خُدائ پاک د هغۀ مل وو،
مالِک خُدائ د يوسف مل وو او هغه يې کامياب کړو. هغه د خپل مِصرى نېک په کور کښې اوسېدو،
هم د هغه وخت نه، هم د يوسف په وجه مالِک خُدائ د دې مِصرى خاندان له برکت ورکړے وو او ورسره هغه هر څيز له يې برکت ورکړو چې د هغۀ په کور او په پټو کښې وُو.
بيا يوسف هغوئ ته وفرمائيل، ”ما ته لږ رانزدې شئ.“ او هغوئ ورنزدې شول نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ ستاسو هغه ورور يوسف يم، کوم چې تاسو په مِصريانو خرڅ کړے وو.
هغۀ د دوئ نه وړاندې يو سړے مِصر ته ولېږلو، يوسف څوک چې د يو غلام په شان خرڅ شولو.
يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.
کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.
خو اوس تکړه شه، اے زرُبابله، مالِک خُدائ فرمائى چې، تکړه شه، اے يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زويه، تکړه شه، اے د دې مُلک ټولو خلقو، مالِک خُدائ فرمائى، کار کوئ. ځکه چې زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى،
ځکه چې هغۀ ته پته وه چې هغوئ عيسىٰ د حسد په وجه دۀ ته حواله کړے وو.
مينه صابره ده، مينه مهربانه ده، مينه چا سره کينه نۀ ساتى، مينه لافې نۀ کوى او نۀ لوئى کوى،